کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان کې له مسافرو ډکه الوتکه لوېدلې
الوتکه

پاکستان کې له مسافرو ډکه الوتکه لوېدلې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مسافرو يوه ډکه الوتکه رالوېدلې ده او ويل کېږي چې په بشپړه توګه له منځه تللې ده، دا پېښه لږ مخکې رامنځته شوې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، ياده الوتکه د پاکستان د لاهور ښار څخه کراچۍ ته روانه وه، چې له کېناستو يوه دقيقه مخکې يې له راډار سره اړيکه پرې شوې وه.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې په دغه ايربس سي ٢٠ الوتکه کې ٩٥ مسافر سپاره و او همدا راز له دوى پرته په الوتکه کې عمله هم زياته وه.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې ياده االوتکه په کراچۍ کې په يوې ګڼ نفوسه سيمه کې رالوېدلې ده.

د پاکستان د هوايي کنټرول په اداره کې ځينو سرچينو پاکستاني رسنيو ته ويلي دي، چې پيلوټ تر پاى پورې دوى ته د هېڅ ډول تخنيکي ستونزې په اړه خبر نه و ورکړى.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …