کورپاڼه / روغتيا / په افغانستان کې د کورونا ويروس پېښې ٧٤ ته ورسېدې
هرات کورونا ويروس

په افغانستان کې د کورونا ويروس پېښې ٧٤ ته ورسېدې

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ مارچ ٢٠٢٠): په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په افغانستان کې د کورونا ويروس ٣٢ مثبتې پېښې نورې هم ثبت شوې دي، چې په دې سره په افغانستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٧٤ ته پورته شوې.

د عامې روغتيا وزارت له رسنيو سره په خپلو تازه معلوماتو کې ويلي دي، چې په هېواد کې د کويډ ١٩ يا کورونا ويروس ٣٢ نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

دغه ټولې پېښې په هرات ولايت کې ثبت شوې دي او له دې نوو پېښو سره په هېواد کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ٧٤ ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د عامې روغتيا وزارت وزير فيروز الدين فيروز ويلي و، چې که لازم احتياطي تدابير عملي نه شو، نو ښايي ١٦ ميليونه کسان په دې ويروس اخته شي او ١١٠ زره کسان ووژني.

هغه له دې مخکې هم د هرات ولايت د کرنټين کولو غوښتنه کړې وه، خو په وېنا يې، چې په حکومت کې ځينې لوړپوړي چارواکي نه غواړي چې هرات ولايت کرنټين شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هرات کورونا ويروس

کورونا ويروس په هرات ولايت کې يوه بله ښځه هم وژلې

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): د کورونا ويروس په هرات ولايت کې يوه بله ښځه …