کورپاڼه / جالب / په ايټاليا کې په موټر کې جن + سي اړيکه نيونکې جوړه زنداني شوه
ايټاليا

په ايټاليا کې په موټر کې جن + سي اړيکه نيونکې جوړه زنداني شوه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (١٩ مارچ ٢٠٢٠): په داسې حال کې چې په ټوله ايټاليا کې په تګ راتګ او بيرون ته وتلو بندیز لګېدلی، صرف خلک د طبي مرستو او يا هم خوراکي توکو د رانيولو لپاره بيرون ته پرېښودل کېږي، يوې جوړې بيا په ايټاليا کې بيرون په موټر کې د يو بل سره جن + سي اړيکې ټينګې کړې وې.

د ميلان ښار چې په ايټاليا کې د تر ټولو ډېرو کورونا ويروس د پېښو شاهد و، په دغه ورځ د دې جوړې د جن + سي اړیکې شاهدي هم وکړه، په ځانګړي ډول د ميلان ښار د لومبارديا سيمه چې پکې د کورونا ويروس پېښې تر بل هر ځای زياتې وې د کلک څار لاندې ده، هېچاته په هېڅ شکل اجازه نه ورکول کېږي چې بيرون ته ووځي، صرف د طبي مرستې او خوراکي توکو لپاره د قانوني اجازې حق شته دی، دې جوړې په همدغه خطرناکه سیمه کې د يو بل سره جن + سي اړیکې نيولې چې د پوليسو لخوا ګرفتار شوي دي.

دا جوړه په آر کې ايټالوۍ هم نه ده، نارینه چې د مصر د هېواد څخه دی، ۲۳ کاله عمر لري او ښځینه هم بيا د تونس له هېواد څخه ده چې ۴۰ کاله عمر لري، دوی په دې پوهېدل هم چې ښار ته بايد د عاجلې اړتيا پرته ونه وزي خو بيا یې هم د جن + سي اړیکې لپاره ښار غوره کړ، پوليسو دوی دواړه د بيرون ته تګ د بندېز د قانون د ماتولو په تور ونيول، دوی دواړه د سهار لخوا د پوليسو تر سترګو ورغلل او د جن + سي اړیکې په وخت پوليسو ونيول، دوی اوس د پوليسو په يو مرکز کې دي او د قانوني جريمې او جزا سره مخ دي، حتاً د دغه هېواد په ځينو رسنیو کې دا خبر هم ښکته پورته کېږي چې کېدی شي دوی د نورمال څخه ډېر زيات جریمه شي.

دغه جوړه په داسې وخت کې د ميلان د ښار په ميدانونو کې په خپل موټر کې جن + سي اړیکې نيسي چې ټوله ايټاليا نوي کورونا ويروس سخته ځپلې ده، د چین وروسته ايټاليا د نوي کورونا ويروس څخه ترټولو متضرر هېواد دی، چې دا نقشه هم ښايي بدله شي، د مړو شمېر نور په دغه هېواد کې په چین کې د مړو شوو خلکو ته نور نيږدې شوی دی، دغه نوي کورونا ويروس په ټوله ايټاليا کې ژوند فلج کړی، ټول کارونه په ټپه درېدلي، صرف انسانانو ته د خوړو تيارونکي ځایونه او روغتونونه پرانيستي دي، نه يوازې دا چې ويروس ايټاليا د يو انساني فاجعې سره مخ کړه بلکې د اقتصادي شکست سره یې هم مخ کړېده، په اوس وخت کې په دغه هېواد کې صرف د خپلو هېودوالو د مصرف لپاره ځينې تجاري او توليدي فعاليتونه دوام لري، د ګټې او سوداګرۍ له اړخه د اوس لپاره ايټاليا فلج ده، ددې تلافي به د ايټاليا لپاره کلونه کلونه وخت او فرصتونه وغواړي.

په ايټاليا کې د انساني فاجعې سرحد هم نه پېژندل کېږي، د ناروغانو د شمېر د زياتوالي سره په دغه هېواد کې نور په روغتونو کې ځای نه دی پاتې، ټول کټونه ډک دي، د نوي کورونا ويروس تاثير په بدن دا وي چې شخص نفس او ساه نشئ اخستلی، نو ناروغان په روغتون کې ماشينونو ته بسته کېږي چې د ماشين په مرسته ساه واخلي او د مرګ څخه بچ شي، خو په ايټاليا کې د ناروغانو شمېر دومره زيات دی چې په دوی پسې نه دا ماشینونه رسېږي او نه هم روغتونونه.

Loading...

دا هم ولولئ

الا لیفوشکینا

هغه ۹۰ کلنه جراحه چې اوس هم هره ورځ د ۴ ناروغانو عملیات کوي

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ مارچ ۲۰۲۰): ځينو خلکو ته سن او عمر یوازې یو څو اعداد …