کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په دقيقو کې د کورونا معومول؛ متحده عربي امارات تر نورو مخکې شو
متحده عربي امارات

په دقيقو کې د کورونا معومول؛ متحده عربي امارات تر نورو مخکې شو

په متحده عربي اماراتو کې د کورونا ناروغانو د معلومولو لپاره له نوې ټېکنالوژۍ څخه ګټه پورته کول کېږي، چې ژر به پرې عملي کار پيل شي.

د عربي رسنيو د راپورونو په وېنا، متحده عربي اماراتو د لابراتوارونو لپاره داسې نوې لېزري ټېکنالوژي ترلاسه کړې ده، چې په څو دقيقو کې د کورونا ناروغ معلوموي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د متحده عربي اماراتو پوهان د کورونا د مشکوکو ناروغانو د معلومولو يا تشخيص په برخه کې د چټکې ټېکنالوژۍ په برخه کې د تخصص ترلاسه کولو په هڅو کې ده.

د نوې ټېکنالوژۍ په مرسته به متحده عربي امارات له نورو هېوادونو څخه مخکې شي. پوهان وايي چې د دې نوې ټېکنالوژۍ په مرسته به دوى د وينې حجرو ته د کورونا ويروس له رسېدلو سره سم معلومات ترلاسه کوي.

د دې لېزري ټېکنالوژۍ ترلاسه کولو وروسته به په ټول هېواد کې د کورونا معلومول او ټېسټونه په لويه کچه او چټک پيل شي او د دې په مرسته به په کورونا ناروغانو هم نظر ساتل کېږي.

همدا راز په روغتيايي کارکوونکو کې د کورونا ويروس د خپرېدو مخنيوي لپاره هم ښايي د همدې نوې ټېکنالوژۍ څخه ګټه پورته شي.

د متحده عربي اماراتو د روغتيا وزير عبدالرحمان العويس وايي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې به د کوانټ ليزر ټېکنالوژي ډېره ګټوره ثابته شي، موږ د نړۍ لپاره هم خپلې دروازې پرانيستې دي او هغوى کولاى شي چې له دې څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې هيله ده د دې نوې ټېکنالوژۍ د ازمايښت پايلې ګټورې وي، که چېرته دا تجربه بريالۍ شوه، نو د ليزر ټېکنالوژۍ په مرسته به زموږ ټولنه خوندي شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګوګل کمپنۍ

ګوګل اعلان کړى چې خپل هر کارمند ته به ١٠٠٠ ډالر زياتې پېسې ورکړي

د انټرنېټ تر ټولو لوى شرکت ګوګل اعلان کړى دى، چې هغوى به خپلو کارمندانو …