کورپاڼه / بېلا بېل / په روسیه کې د کورونا ضد واکسینو ۷ نمونې تولید شوې
کورونا ویروس

په روسیه کې د کورونا ضد واکسینو ۷ نمونې تولید شوې

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ مارچ ۲۰۲۰): په داسې حال کې چې په نړۍ کې څه کم ۶۰۰ زره انسانان په کورونا ویروس ککړ شوي دي او د یادو ګواښونکي ویروس له امله د مړو شمېر ۲۷ زره ته ورسېده، روسیې په لومړي ځل د دغه ویروس ضد واکسینو ۷ نمونې توليد کړې دي.

کورونا ویروس چې اوس د ټولې نړۍ د معتبرو رسنیو د خبرونو سرلیک ګرځېدلی دی، په یاد ویروس باندې په ټوله نړۍ کې ۵۹۷ زره او ۴۵۸ کسان تر تېرې ورځې (جمعه) پورې په نړۍ کې اخته شوي دي او د یاد ویروس له امله هم تر دې مهاله ۲۷ زره او ۳۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هیل خبري اژانس د راپور په وینا، په امریکا کې ۱۰۴ زره او ۲۵۶ کسان په کورونا ویروس ککړ شوي دي، چې له دې سره یاد هېواد په نړۍ کې لومړنی هېواد شو، چې د کورونا ویروس تر ټولو زیات ناروغان لري، دغه راز په امریکا کې د کورونا له کبله ۱ زر او ۴۰۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل خوا تیمور وروستی هغه هېواد دی، چې د کورونا ویروس یوازې یوه پېښه پکې ثبت شوې ده او تر دې زیات ناروغان پکې نشته دی.

د روسیې د خبري اژانس تاس د راپور په وینا، د روغتیا بیولوژیکي سازمان مدیر ورونیکا اسکوورتسوا ويلي دي، چې دوی د کورونا ویروس پر ضد د واکسینو ۷ ډوله نمونې تولید کړې دي، خو هغه واکسین چې کورونا ویروس به ورسره بېخي له منځه ولاړ شي، د هغه جوړېدل به ۱۱ میاشتې نور وخت هم ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی سازمان اوس مهال په دې کار کوي، چې د دغو ۷ ډوله واکسینو له ډلې تر ټولو اغېزمن یې وټاکي او روغتیايي بنسټونو ته هدایت وکړي، تر څو له یادو واکسینو نه د کورونا ناروغانو د درملنې په برخه کې کار واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاس وينځل

کورونا ويروس؛ اوازې او حقايق

د کورونا ويروس د درملنې، د مخنيوي او نورو دعوو په اړه پوهان او ډاکټران …