کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په شمالي وزيرستان کې سبا اختر اعلان شو
افغانستان د روژې مياشت

په شمالي وزيرستان کې سبا اختر اعلان شو

په سعودي عربستان، افغانستان او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې سبا د روژې دېرشمه نېټه اعلان شوه، خو په شمالي وزيرستان کې بيا سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه.

د معلوماتو تر مخه، نن د روژې په ٢٩مه ورځ په سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر مياشت د ليدلو هڅې وشوې، خو ويل کېږي چې په هېڅ هېواد کې هم مياشت ونه ليدل شوه.

سعودي عربستان، قطر، افغانستان او نورو هېوادونو سبا د روژې ٣٠مه ورځ اعلان کړه او يکشنبه ورځ يې د کوچني اختر ورځ اعلان کړه.

همدا راز په پاکستان کې بيا نن د مياشت ليدو ته دولتي کمېټه نه وه ناسته، خو په پېښور کې بيا مفتي پوپلزى د مياشتې ليدو ته ناست و، چې وې ويل مياشت نه ده ليدل شوې او سبا به روژه وي.


خو په شمالي وزيرستان کې بيا خلکو مياشت ليدلې ده او د وزيرستان عالمانو سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په ټويټر کې د شمالي وزيرستان د عالمانو يوه ويډيو خپره شوې ده، چې پکې ويل کېږي، دوى ته شهادتونه رسېدلي دي او دوى د دغه شهادتونو له امله سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلانوي.


په دغه کمېټه کې شاوخوا پنځوس يا شپېته کسان عالمان دي، چې شهادتونه يې ترلاسه کړي دي او وايي، چې په اسمان کې ګرد او وريځ هم وه، خو خلکو ګواهي ورکړې ده چې مياشت يې ليدلې ده، نو عالمانو يې هم شهادتونه منلي دي.

ګواهان

د شمالي وزيرستان د حېدرخېل کلي د مياشت ليدلو کمېټې د هغه ٩ کسانو نومونو ليسټ هم خپور کړى دى چې د مياشت ليدلو شهادتونه يې ورکړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …