کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په شمالي کوريا کې د کورونا ويروس هېڅ ناروغ نشته
د شمالي کوريا واکمن

په شمالي کوريا کې د کورونا ويروس هېڅ ناروغ نشته

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): د شمالي کوريا حکومت وايي، چې د دوى په هېواد کې هېڅ داسې څوک نشته چې هغه دې په کورونا ويروس اخته وي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د شمالي کوريا د وبايي ناروغيو د مخنيوي ادارې مسوولين وايي، چې زموږ په هېواد کې د کورونا ويروس باندې اخته هېڅ ناروغ نشته دى، څنګه چې په چين کې دغه ويروس خپور شو او دوى خبر شو، نو سم له لاسه يې خپل سرحدونه وتړل.

د يادې ادارې مشر پاک ميانګ سو په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد ته راغلي ټول مسافر يې په وخت سره کرنټين کړل، هلته يې د دوى ټولو ټيسټونه او معاينه ترسره شوه او هڅه وشوه چې داسې څوک نه وي چې هغه په کورونا ويروس اخته وي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې موږ په وخت سره سم هوايي او سمندري لارې ټولې بندې کړې، تر څو دغه وبايي ناروغي زموږ هېواد ته رانه شي او موږ په خپل دې هدف کې بريالي شو.

د يادولو ده چې په شمالي کوريا ډېر نړيوال بندېزونه لګېدلي دي او هغه له مخکې په داسې يو حالت کې دى، لکه چې ګرځبندېز پکې لګېدلى وي.

د شمالي کوريا دغه هڅې چې په چين کې د ويروس له خپرېدو سره سمې پيل کړې، شمالي کوريا په دې وتوانېده چې د کورونا ويروس مخنيوى وکړي او دغه هېواد ته کورونا ويروس ور نه شي.

که څه هم يو شمېر رسنيو په خپلو راپورونو کې دا دعوه کړې وه، چې د شمالي کوريا يو شمېر پوځيان په کورونا ويروس ککړ دي، خو د شمالي کوريا حکومت دا خبر رد کړ او وې ويل چې د دوى کوم پوځي په کورونا ويروس نه دى اخته.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …