کورپاڼه / ليکنې / په مسلمانانو کې د (اخترۍ) ورکولو پيل کله او څنګه وشو؟
پېسې

په مسلمانانو کې د (اخترۍ) ورکولو پيل کله او څنګه وشو؟

د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د سترې خوشحالۍ ورځ ده، خو دا ورځ يوازې د لويانو لپاره نه ده، بلکې ماشومان هم دې ورځې ته شپې شماري او په تمه ورته ناست وي.

د ماشومانو لپاره د اختر خوشحالي په دې هم ډېره لويه وي، چې نه يوازې نوي کالي، بوټان او نور شيان اخلي، بلکې د اختر په ورځ ورته بيا مشران (اخترۍ) يا نغدې پېسې هم ورکوي.

د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو، ټولنو او خلکو کې ښايي د اختر د تېرولو دود بيل وي، خو په ټولو مسلمانانو کې د اختر په ورځ ماشومانو ته د (اخترۍ) ورکولو دود ګډ دى.

د اخترۍ يا د اختر په ورځ د ډالۍ ورکولو دود له کومه پيل شو؟

که تاريخ ته وکتل شي، نو د دې دود پيل د مصر د فاطمي حکومت پر مهال وشو، چې د وخت خليفه به د اختر پر مهال سرتېرو او د پوځ مشرانو ته ډالۍ ورکولې.

له هغه وروسته بيا د اعيان سلطنت هم دا کار خپل کړ او خلکو ته د ډاليو ورکول يې پيل کړل.

بيا داسې يو وخت راغى، چې د فاطمي رياست وسايل له مسايلو څخه زيات شو، نو خليفه عام ولس ته هم د ډالۍ ورکولو پرېکړه وکړه او عامو خلکو ته به نغدې پېسې او يا هم کالي او نور شيان د اختر په ورځو کې ورکول کېدل.

بس نو خلکو ته خو بهانه پکار وي، له هغه وروسته دا دود عام شو او مشرانو به کشرانو او ماشومانو ته هم ډالۍ ورکولې، چې لږ و ډېرې پېسې به وې.

د فاطمي رياست که څه هم له زوال سره مخ شو، خو د اخترۍ ورکولو دود يې تر شا پاتې شو او راتلونکو حکومتونو هم دا دود خپل کړ.

خو وروسته بيا يو بل کار وشو، چې د دولتي چارواکو څوکيو ته په کتلو سره به هغوى ته ډالۍ ورکول کېدې، يعنې لوړپوړو چارواکو ته به د سرو زرو سيکې ورکول کېدې، له هغوى ټيټو ته به د سپينو زرو سيکې ورکول کېدې او داسې چې به کله خبره ښکته راتله او ماشومانو ته به راورسېده، نو هغوى ته به هم يوه ټنکه نيمه رسېدله.

له هغه راوروسته دا دود پيل شو او ماشومانو ته د اخترۍ ورکولو دود ښه په منظم ډول روان دى.

د اختر نه مخکې د افغانستان په ګډون په اسلامي هېوادونو کې مشران د بانکونو مخه کوي او ماتې پېسې اخلي، تر څو بيا يې د اختر په ورځ ماشومانو باندې ووېشي.

Loading...

دا هم ولولئ

د کافر کلمه

د کافر کلمه، په رښتيا قرآن چاته کافر وايي؟

کافر کلمه د کفر فعل مرتکب شوي کس ته کارول کېږي، کفر په لغوي مانا …