کورپاڼه / جالب / په مينه کې له ناکامۍ وروسته نجلۍ له هلک سره جالب کار وکړ
مينه کې ناکامي ١

په مينه کې له ناکامۍ وروسته نجلۍ له هلک سره جالب کار وکړ

په چين کې يوې نجلۍ هغه هلک سره جالب کار وکړ، چې له هغې سره يې د مينې ډېرې ژمنې کړې وې، خو وروسته يې دوکه ورکړه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په چين کې د مس ژاو په نوم يوې نجلۍ په مينه کې له ناکامۍ وروسته د خپل پخواني اشنا څخه د بدلې اخيستو لپاره داسې جالب کار وکړ، چې په ټولنيزو رسنيو يې خلک ښه وخندول.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دغه چينايي نجلۍ د خپل پخواني اشنا څخه د بدلې اخيستلو لپاره يو ټن پياز واخيستل او هغه يې ټول د هغه کور ته ولېږل. د پيازو په يوه خلته يې ورته يو پېغام هم ليکلي و، چې ما پرلپسې درې ورځې په تا پسې وژړل، اوس ستا د ژړا وخت دى.

پياز ١

د دغه نجلۍ په دې جالب کار په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې تبصرې هم شوې دي.

د راپور تر مخه، مس ژاو له دغه هلک سره شاوخوا يو کال په مينتابه کې تېر کړ او ورو ورو د دواړو د اړيکې ترمنځ لانجې راپېدا شوې، چې خبره تر بېلتون ورسېده، دغه نجلۍ وايي چې هلک ورته په مينه کې دوکه ورکړې ده.

پياز ٢

له بېلتون وروسته مس ژاو درې ورځې ژړلي و، خو وايي چې د هغې ژړا د هغه په اشنا هېڅ اثر ونه کړ، وروسته نجلۍ پرېکړه وکړه چې هلک هم په څه چل وژړوي او د دې لپاره يې په انلاين بڼه يو ټن پياز واخيستل او ياد شرکت ته يې وويل، چې پياز به د ياد هلک د کور د دروازې مخې ته ږدي.

مس ژاو په خپلو خبرو کې وايي، چې پخواني اشنا يې يوازې په مينه کې دوکه نه ده ورکړې، بلکې د هغې زړه يې مات کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

تمبلليک ١

جلال اباد ښاروال ته (تمبلليک) ورکړل شوى

نن د ننګرهار په جلال اباد کې يو شمېر خلکو د جلال اباد ښاروالۍ مخې …