کورپاڼه / روغتيا / په نوې څېړنه کې د کورونا واکسين په اړه ښه خبر
کورونا واکسين

په نوې څېړنه کې د کورونا واکسين په اړه ښه خبر

په امريکا کې ترسره شوې څېړنه کې د کورونا واکسين په اړه پرمختګ شوى دى، چې روغتياپالانو دا يو ډېر ښه خبر او پرمختګ ګڼلى دى.

په امريکا کې په بيزوګانو دوه څېړنې ترسره شوې دي، چې پايلې يې په يوه روغتيايي مجله کې خپرې شوي، چې روغتياپالانو د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره نوې هيلې پېدا کړي دي.

په دې څېړنو کې په لومړي ځل ساينسي ثبوت ترلاسه شوى دى، چې کله يو کس له کورونا روغ شي نو د هغه بدن د کورونا پر وړاندې مقاومت پېدا کوي او د دويم ځل لپاره هغه کس کورونا نه شي نيولى.

په لومړۍ څېړنه کې روغتياپالانو د ٩ داسې بيزوګانو څېړنه وکړه چې کورونا نيولې وې. کله چې دا بيزوګان روغ شو، نو له هغه وروسته يې د نورو هغه بيزوګانو سره يو ځاى کړې چې په کورونا اخته وې، خو دا ٩ واړه بيزوګانې د دويم ځل لپاره کورونا ونه نيولې او ټولې روغې وې.

د دغه څېړنې يو غړى ډاکټر ډين وايي، چې په دې بيزوګانو کې د کورونا پر وړاندې قدرتي مدافعت پېدا شو، چې په دويم ځل لپاره دا بيزوګان کورونا ونه نيول، چې دا ډېر ښه او د خوشحالۍ خبر دى.

په بله څېړنه کې په ٢٥ بيزوګانو باندې ٦ ډوله واکسينونه وازمايل شو، تر څو دا معلومه کړي چې د دې واکسينونو په کارولو سره د بيزوګانو په بدنونو کې چې کوم انټي باډيز يا مدافعت پېدا کېږي، هغه د کورونا ويروس د دويم ځل لپاره مخه نيولى شي او که نه.

له هغه وروسته دا ټول بيزوګان او ١٠ نور حېوانات (چې واکسين نه و ورکړل شوي) په کورونا اخته کړاى شو. روغتياپالان وايي، چې هغه حېوانات چې واکسين نه و ورکړل شوي په سږو او پوزه کې يې ويروس پېدا شوى و.

خو هغه بيزوګان چې واکسين ورکړل شوي و، په هغوى کې ويروس په ډېره کمه کچه موندل شوى، همدا راز ٨ بيزوګان بيا په بشپړ ډول له ويروس څخه خوندي و.

روغتياپالان وايي چې له دې څېړنې څخه دا نه ده معلومه شوې چې ايا دا واکسينونه به په انسانانو کې هم ورته پايله ورکړي او که نه، که چېرته دا کار وشي او نو بيا به دا معلومول وي چې د څومره وخت لپاره د انسان بدن د دويم ځل لپاره له کورونا څخه خوندي وي.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس ١

ايا کورونا ويروس کمزورى شوى؟

د روغتيا نړيوال سازمان پوهان او نور ساينسپوهان وايي، چې دا خبره هېڅ حقيقت نه …