کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په ټولنيزو رسنيو کې د يو سپين ږيري له انځورونو خپرېدو وروسته کندهار والي ورسره مرسته وکړه
حيات الله حيات او سپين ږيرى

په ټولنيزو رسنيو کې د يو سپين ږيري له انځورونو خپرېدو وروسته کندهار والي ورسره مرسته وکړه

خپلواک وېبپاڼه (١٠ اپريل ٢٠٢٠): د کندهار والي د داود شاه په نوم د هغه سپين ږيري او ضعيف کس سره مرسته وکړه، چې کوڅه په کوڅه لاسي ګاډۍ چلوي.

د ننګرهار ولايت مقام له لوري خپلواک وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې د يو ډېر ضعيف سپين ږيري عکس خپور شوى، چې د کندهار د زاړه ښار په واټونو او کوڅو کې ګرځي او په لاسي ګاډۍ کې خوراکي توکي خرڅوي.

سپين ږيرى

دوى زياتوي: ((دغه کس دواد شاه نومېږي او د پلار نوم یې شاه محمود دی، چې د ټولنیزو رسنیو استعمالوونکو یاد کس د نظامي لیکو متقاعد جنرال یاد کړى، ولې یاد کس د ظاهر شاه په واکمنۍ کي دوه کاله په نظامي لیکو کي دنده ترسره کړې او وروسته یې په بېلابېلو ځایونو کي د خپل اولاد لپاره د حلالي نفقې پېدا کولو په موخه شخصي کاروبار ته مخه کړې او د تېرو دریو کالو راهیسې لاسي ګاډۍ چلوي، تر څو د دې لارې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پېدا کړي.))

د کندهار والي د داود شاه کور ته ورغلى دى او د هغه له حاله يې ځان له نږدې خبر کړى.

خبرپاڼه وايي، چې داود شاه په ظاهره د کندهار والي په ليدو ډېر خوشحاله شو او په داسې حال کې چې د اورېدلو حس يې هم کمزورى و کندهار والي ته د خپلو تېرو خدمتونو او قربانيو يادونه وکړه.

حيات الله حيات او سپين ږيرى ٢

داود شاه وايي د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال يې دوه کاله د هېواد څخه د دفاع په لار کې عسکري کړې؛ دوه زامن يې په یو بمبار کې شهیدان شوي او دوه نور يې ژوندي دي، چې د یوه روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی او عصبي مشکل لري.

داود شاه کندهار والي ته د خپل ورځني ژوند کیسه وکړه او ویې ویل، دی په دې ضعیفه وجود هره ورځ کوڅه په کوڅه ګرځي او په لاسي ګاډۍ کي تازه مېوه او ترکاري خرڅوي، چي د ورځې تر پایه تر ۲۰۰ افغانیو پوري یو څه لاسته راوړي ولې همت یې له لاسه نه دى ورکړى او لا به هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د کندهار والي د داود شاه د سختيو سره مخ ورځني ژوند د افغانستان د ٤٠ کلن ناورين او بدبختۍ يوه بېلګه ياده کړه چې هر افغان ته يې دغه ډول ژوند په ميراث کې پرېښى دى.

کندهار والي داودشاه ته وویل، ته نور اړ نه يې، چي کوڅه په کوڅه لاسي ګاډۍ وګرځوې او د خپل اولاد لپاره حلاله نفقه په دومره سختۍ پېدا کړې بلکې نور به هره میاشت ولایت مقام ستا سره لس زره افغانۍ مرسته کوي، تر څو خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړې او خپلو لمسیانو ته د تعلیم اسانتیا برابره کړې.

حيات الله حيات او سپين ږيرى ١

کندهار والي داود شاه ته ډاډ ورکړ، چې په هرې ستونزې کې ورسره هر راز مرستې ته حاضر دی او نن يې هم د دریو میاشتو خوراکي توکي او ۲۰۰۰۰ افغانۍ ورته راوړي تر څو کرنټین مراعت کړي او د کرونا څخه دې او د کورنۍ نور غړي او ځان خوندي وساتي.

د يادولو ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د دغه سپين ږيري انځورونه ډېر خپاره شوي دي، چې په هغې کې ويل شوي و چې دا د ملي اردو متقاعد بريد جنرال شاه محمود نيازى دى، خو د دغه سپين ږيري خپل نوم داود شاه دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …