کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په چين کې د (هانټا) په نوم بل ويروس پېدا شوى چې لومړى کس يې وواژه
موږکان

په چين کې د (هانټا) په نوم بل ويروس پېدا شوى چې لومړى کس يې وواژه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ مارچ ٢٠٢٠): په داسې حال کې چې نړۍ د کورونا د افت سره لاس او ګرېوان ده، په چین کې يو بل ويروس بيا سر راپورته کړ او يو سړی یې ځای په ځای وواژه، د دې ترڅنګ پخوانۍ ويروسي ناروغۍ لکه د سواين فلو او مرغانو فلو هم په ځينو هېوادونو کې بيا سر راپورته کړی دی،‌ په داسې حال کې چې چين د نوي کورونا ويروس له خلاصون څخه په خپل هېواد کې جشن نيولی دی، په دغه هېواد کې اوس يو بل ويروس (هانټا ویروس) په نامه نن لومړی کس وواژه.

د چين يوې نړيوالې ورځپاڼې ګلوبل ټايمز خبر ورکړی چې نن په چين کې د لومړني کس معاينات په ډاګه شول چې پايله یې مثبت وه، په دغه کس ترسره شوي ټېسټونه ښيي چې دا کس د هانټا په ویروس اخته شوی دی، د چین دولتي رسنۍ هم راپور ورکړی دی چې یو کس کله چې په ملي بس کې د خپل کار ځای ته روان و د يونان په ولايت کې يو ځل پړمخې ولوېد او خپل ژوند یې د لاسه ورکړ.

هانټا ويروس څه شی دی؟

د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي اداره وايي چې د هانټا ويروس د موږکانو څخه سرچینه اخيستونکی ويروس دی چې انسانانو ته په مختلفو لارو سره سرایت کوي او انسانان په بېلا بېلو ناروغیو اخته کوي، د هانټا ويروس په مختلفو سيمو کې په بېلابېلو نومونو يادېږي، په امريکا کې ډېری خلک ورته د نوې نړۍ هانټا ويروس وايي او په اسیا کې بيا خلک ورته د زړې نړۍ هانټا ويروس وايي، دغه ويروس په مختلفو سيمو کې مختلف تاثيرات لري، د مثال په ډول په امريکا کې ډېر ليدل شوی د نوې نړۍ هانټا ويروس تر ډېره د پولمونر سندروم سبب کېږي، حال دا چې د پخوانۍ او زړې نړۍ هانټا ويروس بيا تر ډېره په اسيا کې ليدل کېږي او تاثیر یې هم تر ډېره په پښتورګو کې د ستونزو او ناروغیو راپيدا کول دي.

Loading...

د هانټا ویروس نښې نښانې

د نوې نړۍ د هانټا ويروس نښې دا دي؛ چې کله ورباندې يو سړی ګرفتار شي نو د کوناټیو، ورنونو، شا او اوږو کې يوه سخته ستړیا حس کوي، د دې ترڅنګ یې په بدن کې لوړه تبه او د ټولو عضلاتو يو شديد درد رامنځته کېږي، د دې ترڅنګ په دې ويروس ګرفتار شوی کس رېږدي، معده یې درد کوي، سر یې ورباندې ګرځي او سر یې شديد درد کوي. په وروستۍ مرحله کې په ناروغ کې نفس تنګي او ټوخی رامنځته کېږي، په ځینو حالاتو کې دومره سختېږي چې ناروغ د مرګ سرحد ته رسوي.

د زړې نړۍ د هانټا ويروس نښې نښانې دا دي؛ د دې ويروس سره د تماس وروسته يوه يا دوې اونۍ وروسته د دې ويروس نښې په انسان کې رامنځته کېږي، په لومړيو کې ناروغ د یوې سختې تبې سره مخ کېږي، د سر يو کړونکی درد، د بدن رېږدېدل، د زړه بد والی او د سترګو تياره والی لري. د وخت په تېرېدو په ناروغ کې د وینې فشار ټيټېږي، حتاً د شوک احتمال رامنځته کېږي او د دې ترڅنګ کېدی شي نور پښتورګي هم خپله دنده سمه په مخ يو نه سي او سقوط وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

برېښنا

د کابل برېښنا په بغلان کې قطع شوې، ژر به جوړه شي

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): د کابل او يو شمېر نورو ولايتونو برېښنا چې له …