کورپاڼه / جالب / په کورونا ويروس اخته هلک په (بې وفا) ملګرې پرنجى وکړ
هند کورونا ويروس

په کورونا ويروس اخته هلک په (بې وفا) ملګرې پرنجى وکړ

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ مارچ ٢٠٢٠): په هند کې يو هلک چې په کورونا ويروس اخته و، په خپلې بې وفا ملګرې پرنجى کړى او تښتېدلى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په هريانه رياست کې يو ځوان د بې عقلۍ حد کړى دى، دغه ځوان چې په کورونا ويروس اخته و، د خپلې پخوانۍ او بې وفا ملګرې نه د بدلې اخيستلو لپاره يې په هغې پرنجى وکړ او وتښتېده.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دغه ځوان ته خپلې ملګرې دوکه ورکړې وه، په هلک کې تېرو ورځو کې د کورونا ويروس مثبت ثابت شوى و، نو له هغه وروسته يې له خپلې بې وفا ملګرې څخه د بدل اخيستو پرېکړه وکړه.

له دې پېښې وروسته په دغه سيمه کې په خلکو کې ويره خپره شوې ده، ځکه چې کورونا ويروس له يو کس نه بل ته ډېر په چټکۍ سره خپرېږي.

ايا پوليسو دغه ځوان تراوسه پورې نيولى دى او که نه، په دې اړه په راپور کې څه نه دي ويل شوي.

خو په ټولنيزو رسنيو د دې پېښې له خپرېدو وروسته خلکو پرې بېلا بېل نظرونه ورکړي دي. ځينې خلک وايي چې داسې نا اشنا پېښې يوازې په هند کې ترسره کېداى شي.

د يادولو ده چې يوه هندي ډاکټر ويلي دي، چې د هند لږ تر لږ ٢٠ سلنه خلک به په کورونا ويروس اخته شي، يعنې په هند کې به شاوخوا ٣٠٠ ميليونه کسان په کورونا ويروس اخته شي.

ډاکټر رامانن وايي، چې په پنځه کسانو کې به يو په دې ويروس اخته کېږي، يعنې له څلوېښت نه تر پنځوس سلنه خلک به په ښه حالت کې وي او د هغوى روغتون ته تګ ته اړتيا نشته.

Loading...

دا هم ولولئ

ګرځبندېز

کورونا ويروس؛ د ګرځبندېز لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، که په نورو …