کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پومپيو: هيله ده چې افغان مشران جوړجاړى وکړي
مايک پمپيو

پومپيو: هيله ده چې افغان مشران جوړجاړى وکړي

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، چې هيله مند دى چې افغان مشران به سره يو جوړجاړي ته ورسېږي.

هغه پرون خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغان حکومت او امريکا ترمنځ ګډه خپره شوې اعلاميه کې يې څرګنده کړې ده چې افغان مشران بايد د سولې لپاره سره يو شي.

هغه همدا راز وايي، چې د افغانستان مشران او سياستوال دې د افغانستان او د خلکو د ګټو او ثبات په خاطر په خپل منځ کې سره جوړ شي او زه په دې ډاډه يم چې دوى په خپل منځ کې جوړېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير همدا راز پرون په کابل کې د سيکانو په درمسال ترسره شوى بريد هم غندلى دى او دغه بريد يې يو وحشيانه عمل ګڼلى دى.

د يادولو ده چې څو ورځې مخکې مايک پومپيو کابل ته راغلى و، تر څو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړى رامنځته کړي، خو بېرته ناکامه امريکا ته ستون شو.

ځکه ولسمشر غني غوښتل چې عبدالله عبدالله ته د سولې په برخه کې ونډه ورکړي او د هغه د ټيم ملګري په کابينه کې شامل کړي، خو عبدالله عبدالله بيا غوښتنه کوله چې اساسي قانون دې تعديل شي او هغه ته دې د نيم حکومت واک ورکړل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

روسيه

که څوک له کرنټينه وتښتېدل، ٧ کاله به زنداني شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): په روسيه کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سختې …