کورپاڼه / ژوند / څلور هغه سترې تېروتنې چې له ۳۰ کلنۍ نه مخکې یې خلک کوي
تېروتنې

څلور هغه سترې تېروتنې چې له ۳۰ کلنۍ نه مخکې یې خلک کوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ مارچ ۲۰۲۰): ژوند له لوړو ټيټو ډک دی، د ژوند مخ تل چاته نه خاندي، کله په ژوند کې ناهيلي حاکمه شي او انسان د ناهيلۍ سپېرې دښتې ته واچوي، د ناهيلۍ او یوازې والي دا شديد ځوروونکی حالت انسان په خپلو اوښکو او بېوسۍ کې ډوب کړي، خو دا ناهيلي او بې خونده ورځې دايمي نه وي، د تل په شان د شپې له ډارونکې تيارې وروسته د سهار د هيلو راڼا راتلونکې ده، دا د ژوند هغه مسیر دی چې ټول بشریت یې په ژوند کې خامخا يو ځل خوند کتلی دی، خو د ژوند په دې سفر کې ځینې خلک بيا داسې خطاګانې کوي، چې تلافي ستونزمنه او تاثيرات یې ډېر زيات وخت او کله کله حتی ټول عمر باقي پاتې کېږي.

په دې ليکنه کې مو تاسې ته د دې ډول تېروتنو په هکله معلومات راټول کړي دي.

۱:- نه مقاومت يا پښېمانه کېدل

د پښېمانه کېدلو څخه دلته زموږ مطلب نه مقاومت دی، په دې مانا چې د يو کار پيل کوو، خو وروسته تر اخره دوام نه ورکوو او پښېمانه کېږو، يانې يو ډول نور تاب نه شو راوړی، بې حوصلې کېږو او هغه کار پریږدو، دا په ژوند کې يو له هغه خطاګانو څخه ده چې د انسانانو څخه ډېر زيات فرصتونه اخلي او بيا يې د ژوند په لار کې د پښېمانۍ له اوښکو سره يوازې پریږدي. د يوه کار د بريا لومړی قدم پيل دی، پيل په خپل ذات کې د يو کار زړه دی، يانې که د کار دا مرحله نه وي يا يو څوک تل د کار نيت او خيال لري، خو پيل يې نه کړي نو دا په ژوند کې هېڅ مېوه نه لري، خو د پيل هغومره د يوه کار دوام هم مهم دی، پرلپسې کار او زيار د يو کار د بريا اصلي شرطونه دي، د کار او ژوند د بريا لپاره دا حتمي ده چې په دې لاره کې د زحمتونو او سختیو سره مبارزه وشي او انسان له سختیو سره مقاومت وکړي، د ډېری خلکو لويه خطا هم دا ده، چې له دې زحمتونو او سختیو سره تر اخره مقاومت نه کوي.

۲:- د خطر نه منل

ژوند د فرصتونو يو ټولی دی چې انسانانو ته په بېلابېلو بڼو وړاندې کېږي، خو هر څوک له دې فرصتونو په مناسبه اندازه استفاده نه کوي، دېری خلک په دې هکله دا لويه خطا کوي چې خطر نه مني، يو ډول د کار د پايلې ګرنټي غواړي، په دې ډول دوی ته هېڅوک د یو کار سل سلنه ګرنټي نه ورکوي او دوی هم د ګرنټي د نشتون له کبله تل صرف فرصتونو ته ګوري، خو فرصتونه د دوی د سترګو پر وړاندې له دوی څخه تېرېږي او نور ورڅخه استفاده کوي، البته چې احتياط او تدبير د يو کار په هکله د ژوند د هرې پرېکړې په هکله حياتي ارزښت لري، خو مهمه دا ده، چې د دوی دواړو تر منځ يو توازون شتون ولري، که نه بې ځايه احتياط د ګټې څخه زيات تاوان ډېر لري.

۳:-  روغتيا ته نه پاملرنه

په افغانستان کې دا تېروتنه بیا ترې بلې هرې تېروتنې کېدای شي زياته وي، په ژوند کې د هرې بریا لپاره لومړنی شرط ستاسې روغتيا ده، که بدني روغتيا و نه لرئ او يا هم له ذهني روغتيا څخه بې برخې وئ، نو له بده مرغه چې د ژوند په نورو برخو کې بريا نوره ګرانه ده، حتی ويلی شو چې ناممکنه ده، په افغانستان او يا هم د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې دا غلطي خلک ډېره کوي، چې د خپلې روغتيا په هکله بې پروايي کوي، که ناروغ وي نو ډېر وخت ډاکټر ته نه ځي، چې تشخيص يې وشي او په داسې وخت کې ډاکټر ته له مجبورۍ ولاړ شي چې نور ځای په ځای ولوېږي.

۴:- لنډ پاري

لنډ پاري هغه ډول خلک دي چې په وړه او کوچنۍ خبره جنجال کوي، دوی په هر څه کې يو ځواب لري، تر هېڅ خبرې تېرېدونکي نه دي، تل حاضر ځواب وي، دا ډول خلک ځانته دوست نه شي پيدا کولی، ځکه که يو ځای کار کوي، درس لولي او يا هم په کوم بل څه بوخت وي، دوی هلته د هر چا زړه مات کړی وي، ځکه له هېچا سره لار نه لري، نو له دې کبله په هر ځای کې خپل وزن له لاسه ورکوي. په نړۍ کې هغه کسان بريالي وي، چې له نورو سره ښې اړیکې لري، ښه دوستان لري، کله کله له خپلې خبرې څخه تېرېږي، که په حقه هم وي د يوې خبرې تر اخره شاه نه نيسي او خپل حق څخه هم په مناسبو الفاظو دفاع کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

٥ کتابونه

هغه ٥ کتابونه چې ژوند به مو بدل کړي

کتاب د پوهې د اشارو او تګلارو نقل کوونکې تر ټولو ښه وسیله ده، هر …