کورپاڼه / بېلا بېل / څېړونکو د کورونا ویروس نورې نښې هم په ډاګه کړې
کورونا

څېړونکو د کورونا ویروس نورې نښې هم په ډاګه کړې

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ مارچ ۲۰۲۰): د روغتیا نړیوال سازمان کورونا ویروس یوه نړیواله اوبا اعلان کړې ده او کارپوهانو له خلکو غوښتي دي، چې ټولنیزې اړیکې دې کمې کړي او له یو بل سره دې له نږدې تماس نه ډډه وکړي.

د کورونا ویروس له خپرېدو سره په ټوله نړۍ کې ساینسپوهانو د ده ویروس په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي او اوس تازه یوه ډله ساینسپوهانو د دغه ګواښونکي ویروس نورې نښې ښودلې دي، چې خلک یې باید وپېژني.

د برتانوي ادارې ((برېټش ایسوسینشن اف اوټرهینولرینګولوژي)) کارپوهانو ويلي دي، چې د خواړو ذایقه نه محسوسول هم د کورونا ویروس لومړنۍ نښه کېدای شي، دغه راز د بوی نه حس کول هم د کورونا ویروس یوه نښه ده.

څېړونکي وايي، چې د بوی نه حس کول د ساه لنډۍ سبب کېدای شي او دا د ذایقې حس هم اغېزمنوي.

څېړونکي زیاتوي، چې په سویلي کوریا کې د دېرشو کسانو د کورونا معاینات مثبت وو، چې په یادو معایناتو کې دا هم څرګنده شوه، چې د دغو کسانو د ذایقې او بوی حسونه هم اغېزمن شوي وو او فعالیت یې کمزوری شوی و.

د کارپوهانو په وینا، شدیده تبه، وچ ټوخی، د ساه په اخیستو کې ستونزې او د خواړو ذایقه او بوی نه حس کول هم د کورونا ویروس عمده نښې نښانې او علامات دي.

باید ووایو، چې په چین کې خپور شوی کورونا ویروس اوس مهال د نړۍ ۱۹۵ هېوادونو ته رسېدلی دی او په عمومي توګه په یاد ویروس باندې ۳۸۱ زره کسان اخته شوي او ۱۶ زره او ۵۵۳ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه رازد په دې ویروس باندې ککړ ۱۰۰ زره خلک بېرته جوړ شوي دي او عادي ژوند ته راستانه شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

بدخشان

کورونا ویروس؛ سر له سبا بدخشان کرنتین کېږي

خپلواک وېبپاڼه (۳۱ مارچ ۲۰۲۰): په داسې حال کې چې په بدخشان کې په کورونا …