کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړونکي؛ د کورونا ويروس څخه تر ټولو خوندي ځای نړيوال خلایي سټیشن دی
فضا

څېړونکي؛ د کورونا ويروس څخه تر ټولو خوندي ځای نړيوال خلایي سټیشن دی

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ مارچ ٢٠٢٠): د نړۍ څخه د باندې د ژوند وړ يو ځای لټونه له پخوا د انسانانو يوه هيله وه، اوس په دې هکله ډېر عملي قدمونه پورته شوي دي، خو په داسې حال کې چې نن سبا نړۍ د نوي کورونا ويروس د غضب سره مخ ده، اوس په عاجل ډول داسې يو ځای پکار دی، چې د دې ويروس ورتلل اسانه کار نه وي، اوس په شپږو لویو وچو او ۱۵۳ هېوادونو کې دا نوی کورونا ويروس ليدل شوی دی، په نړۍ کې نور د دې ويروس څخه خوندي ځای پېدا کول واقعاً هم ګران شوي دي، نو څېړونکو هم دا فکر وکړ چې له دنيا بهر د يو مناسب ځای پېدا کول نو اوس اړین شوي دي.

څېړونکي وايي د نوي کورونا څخه د خلاصون لپاره اوس تر ټولو خوندي ځای نړيوال خلایي سټیشن دی، د کولوراډو پوهنتون د خلايي ټيکنالوژۍ په برخه کې دنده لرونکی څېړونکی لويس زيا وايي چې د کورونا ويروس څخه د خلاصون تر ټولو خوندي ځای نړيوال خلایي سټیشن دى.

ناسا يا د امریکا د ملي خلايي ایجنسي هر ځل مخکې له دې چې خپل کسان نړيوال خلایي سټیشن او يا خلا ته ولېږي، لومړی یې کرنټین کوي چې د کومې ناروغۍ علامه لري که نه، چې د نورو کار کوونکو روغتيا په خطر کې وانه چوي.

د بلې خوا بیا ناسا د نوي کورونا ويروس د ويرې له کبله سپوږمۍ ته د انسان لرونکي بېړۍ ارټميس کارونه وځنډول، د ناسا يوه لوړپوړي چارواکي جېم بريدېنستینه رسنیو ته په خبرو کې وويل؛ د اوس لپاره مو د کورونا ويروس د خوریدو د وېرې له کبله د ارټميس د خلايي بېړۍ د جوړولو او ازمويلو چارې وځنډولې، په نوي اوريلانس کې مو هم د خلايي څېړنو او بېړۍ جوړولو مرکز د اوس لپاره بند کړ.

تر دې وړاندې ناسا د خپلو دوو ټيټ رتبه مامورينو د نوي کورونا ويروس د تشخيص خبر ورکړی و، ناسا په خپله اعلامیه کې ويلي و چې دوه ټیټ رتبه مامورین یې د نوي کورونا ويروس په ناروغۍ مبتلا شوي دي، چې اوس د دوى تداوي پيل شوې ده او په نېږدې راتلونکې کې به د دوی په هکله ښه خبرونه خپاره کړي.

د نوي کورونا ويروس له کبله د نړۍ په سراسر کې ټول اقتصادي او ټولنيز سيستمونه د ماتې سره مخ دي، په ځینو هېوادونو کې کورونا کنټرول شوی دی، په چين، لويدیځه کوريا او سينګاپور کې دغه ويروس اوس مهار شوی دی، خو د ايران، ايټاليا او هسپانیې غوندې هېوادونو کې دا ويروس بيا د کنټرول څخه وتلی دی، په ايټاليا کې حکومت امر ورکړی چې بېدون د ستراتیژک اهمیت پرته نورې ټولې توليدي فابريکې او کار ځایونه دې وتړل شي.

د نوي کورونا ويروس د خپراوي او تلفاتو په هکله د وروستۍ دقيقې شمېرې ښيي چې دغه ويروس اوس ۳ لکه او ۸۶۹۲ کسانو ته سرایت کړی دی، ۱۳ زره او ۷۱ کسان يې وژلي دي او ۹۵ زره او ۸۳۴ کسانو بېرته شفا موندلې ده، د چین وروسته اوس ترټولو ډېر متاثره هېواد ايټاليا دی، د ايټاليا وروسته اوس د امریکا متحده ایالات، هسپانيه او ايران تر نورو ډېر ځپل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

هسپانوۍ ساينسپوهه

هسپانوۍ ساینسپوهه: اوس دې واکسین هم درته رونالډو جوړ کړي

خپلواک وېبپاڼه (١٨ مارچ ٢٠٢٠): په داسې حال کې چې د نړۍ روزګار د نوي …