کورپاڼه / مخکښان / چه ګورا څوک و او څنګه یې نړیوال شهرت پیدا کړ؟
چه ګوارا

چه ګورا څوک و او څنګه یې نړیوال شهرت پیدا کړ؟

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۴ مارچ ۲۰۲۰): ارنسټو رافائل ګوارا دلاسرنا چې په چه ګورا سره شهرت لري، یو ډاکټر، سیاستوال او مارکسېست و، چې په ارجنټاین کې وزېږېد او خپلې سیاسي هڅې یې د کیوبا د پخواني ولسمشر فيډل کاسټرو په غورځنګ ((د جولای ۲۶مه)) کې پیل کړې. د جولای ۲۶مه غورځنګ په ۱۹۵۹ ز کال کې واک ته ورسېده، چې چه ګوارا پکې د سفیر، د مرکزي بانک رييس او د صنعت د وزیر په حیث مهمې دندې ترسره کړې، خو څه موده وروسته چه ګوارا له کیوبا نه ولاړ او په نورو هېوادونو کې د انقلاب راوستلو په تکل کې شو.

هغه په لومړي ځل په ۱۹۶۶ ز کال کې جمهوري دموکراتیک هېواد کنګو ته لاړ او بیا وروسته بولیو ته ورسېده. هغه په ۱۹۷۶ ز کال په بولیو کې د اکټوبر میاشتې په پیل کې د تور سازمان له خوا ونیول شو. تور سازمان غوښتل چې چه ګوارا ژوندی وساتي او معلومات ترې واخلي، خو د بولیویا هغه په د-ار وځړواوه. هغه وروسته د درېیمې نړۍ هېوادو او د سوسیالیستي انقلابي غورځنګونو پر یوه اتل بدل شو او یادو غورځنګونو د چه ګوارا په څېر انقلابي نظیرې خپلې کړې. هغه د نامنظمو جګ-ړو تیوریسن او د انقلابو افکارو له کبله خورا ډېر وستایل شو.

هغه په ۱۹۲۸ ز کال کې په ارجنټاین کې په یوې اسپانوۍ – ایرلنډۍ کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه د منځلارې کورنۍ غړی و او د کورنۍ د غړو مفکورې یې کیڼ اړخې وه، خو هغه به افراطي افکار او نطریې درلودې، چې تل به د کورنۍ د غړو د نیوکو ښکار ګرځېده.

هغه که څه هم په ساه لنډۍ ناروغۍ اخته و، خو بیا یې هم وشوای کړای چې یو پیاوړی ورزشکار شي. په ۱۹۴۸ ز کال کې یې بوینوس آیرس پوهنتون ته لاره پیدا کړه او هلته یې په بریالیتوب سره د طب په څانګه کې لوړې زده کړې وکړې. هغه به خپلې روخصتیانې په لاتیني امریکا کې تېرولې. هغه په لومړۍ کې د خپل مسلک له لارې خلکو ته خدمت کاوه، بیا دې پایلې ته وروسېده چې په دې ډول د ټولو خلکو مرسته نشي کړای، نو یې انقلابي هڅې پیل کړې او چریکي جګ-ړې یې پیل کړې، چې په پای کې د بولیویا د پوځ له خوا په د-ار وځړول شو.

Loading...