کورپاڼه / روغتيا / ډاکټران وايي نوی کورونا ويروس د نارینه و خصيو ته هم ضرر رسوي
کورونا ويروس

ډاکټران وايي نوی کورونا ويروس د نارینه و خصيو ته هم ضرر رسوي

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ مارچ ٢٠٢٠): په چين کې ډاکټران وايي چې نوی کورونا ويروس د نارينه و خصيو ته چېرته چې د مردانګۍ هورمون تولیدېږي، هم ضرر لري، دوی په هغه ناروغانو غږ کوي چې په نوي کورونا ويروس اخته وي او وروسته بېرته ښه شوي چې خپلې خصيې دې کنټرول کړي چې کومه ستونزه لري که نه.

خو د چينايي ډاکټرانو دا ادعا تر اوسه يوه ادعا ده، د دې ادعا ثبوت په هکله تراوسه هېڅ کومه ساينسي علمي او منل شوې څېړنه شتون نه لري، مګر چينايي ډاکټران بيا ادعا کوي چې چې دغه ناروغۍ د نارینه و د منیو يا سپرم په تولید تاثير کوي‌، البته چينايي ډاکټران خپلې دې ادعا ته ځینې تيوريک دلايل لري.

خو د چينايي ډاکټرانو يوه ډله بيا په خپله دې ادعا باندې اسرار کوي، دوی په ووهان ښار کې په زرګونه ناروغان هم تداوي کړي دي.

د ووهان د تونګجي روغتون څېړونکي وايي که څه هم د نوي کورونا لومړی هدف د انسانانو سږي دي چې په دې سره د دوی تنفس کول او ساه اخيستل سختوي، په دوهم قدم کې بيا د انسان د بدن دفاعي سيستم ځپي تر څو د دغه ويروس په وړاندې د بدن مقاومت له منځه يوسي، خو د دې روغتون څېړونکي او ډاکټران بيا اضافه کوي چې د دې ترڅنګ دغه نوی کورونا ويروس کولی شي د نارينه و د منیو تولید هم په منفي ډول متاثره کړي.

دغه خبرې تېره ورځ د پروفيسور لي يوفنګ او د هغه ټيم له طرفه د تونګجي د روغتون د تناسلي غړو د څېړنو په لابراتوار کې وشوې، د تونګجي روغتون د هوازونګ د پوهنتون مربوط دی، چې په ووهان کې د کورونا ويروس د وبا د رامنځته کېدو سره سم د چين د حکومت لخوا د نوي کورونا ويروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی و.

د پوهانو په وېنا چې نوی کورونا ويروس د انسان د بدن حجرو ته دننه کېږي، د حجرې د ځانګړو پروتینو ACE2 سره وصل کېږي، حجرو او د بدن نسجونو ته په دې ډول ضرر ورکوي، پوهان وايي چې دغه پروتین د انسان په سږو کې هم موجود دي او ويروس د انسان په سږو حمله کوي، خو د دې ترڅنګ همدغه پروتین چې يو ډول انزايم دی د نارینه په خصيو کې هم په کافي اندازه شتون لري، چينايي ډاکټران چې دغه ادعا يې کړې ده وايي چې همدا ويروس د ليډيګ حجرې چې د نارینه و د منیو جوړولو اصلي حجرې دي تر تاثیر لاندې راوستلی شي.

د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ ترمنځ چې د سارس وبا ګډه شوې وه هم د نارينه و د خصيو دفاعي حجرې سختې ځپلې وې، دا چې نوی کورونا ويروس د ۲۰۰۳ کال د سارس ويروس ته په حېرانوونکي ډول ورته دی، حتاً دواړه په يو ډول پروتینو حمله کوي، نو فکر کېږي چې د سارس غوندې نوی کورونا ويروس به هم د انسانانو د تناسلي سيستم په غړو ډېر بد تاثیر وکړي.

د دې لپاره هغه کسان چې په نوي کورونا ويروس اخته شوي دي، هغه کسان چې بېرته اوس ښه شوي دي بايد فوراً ولاړ شي روغتون ته او د خپلو خصيو معاينات وکړي، دوی کولی شي د خپلو جنسي هورمون اندازې وګوري، د خپلو سپرمو کيفيت وګوري چې کومه ستونزه ولري ترڅو فوراً تداوي شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د جن + سي کمزورۍ د لرې کولو لپاره تر ټولو ګټوره لاره

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): جن + سي کمزوري بېلابېل سببونه لري، د دې جملې …