کورپاڼه / جالب / ښځې کوم ډول سړي ډېر خوښوي؟ د ساینسپوهانو جالب ځوابونه
Woman and Woman

ښځې کوم ډول سړي ډېر خوښوي؟ د ساینسپوهانو جالب ځوابونه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ جنوري ۲۰۲۰): ښځې کوم ډول سړي ډېر خوښوي؟ ساینسپوهانو د نویو څېړنو له مخې یادې پوښتنې ته جالب او حیرانونکي ځوابونه پیدا کړي دي. د ډهلي سټار د راپور له مخې، د اسټرالیا د یوه پوهنتون (آف کویزلنډ) د ساینسپوهاو ویلي دي، چې ډېری ښځې ږیره لرونکي سړي ډېر خوښوي، د دې خبرې وجه دا ښايي چې ښځې ځکه ږيره لرونکي سړي ډېر خوښوي، چې فکر کوي هغوی جذاب او قوي بدن لري او له ذهني او بدني پیاوړتیا نه برخمن دي.

یادو ساینسپوهانو د دغې څېړنې په ترڅ کې له ۱۸ څخه نیولې تر ۷۰ کالو عمر لرونک شاوخوا زر ښځو ته د ۳ نارینه وو ۳۰ ډوله بېلابېل انځورونه وروښودل، چې یادو ښځو کې ډېری ښځو په دغو ۳۰ انځورونو کې هغه انځورنونه ډېر خوښ کړي، چې یاد درې نارینه ږیرې لري ښکاري.

د دغو څېړونکو د ډلې مشرې ډاکټرې ټیسا کارکسن په وینا، دا چې ښځې ولې ږیره لرونکي سړي ډېر خوښوي د دې ډېر لاملونه دي. نوموړې وايي، چې لومړی لامل دا دی، چې ږیره لرونکي سړي هډور او د غښتلي بدن او ذهن درلودونکي ښکاري. دویم دا، چې د ږیره لرونکو سړو مخ ډک ښکاري او په دې سره هغوی په پوره ډول نارینه معلومېږي، د دې تر څنګ د ږیرې له امله د نارینه وو د مخ هغه ځایونه پټېږي، چې دوی یې ډېر نه خوښوي او ځانګړې مینه ورسره نه ښايی.

د څېړونکو په وینا، ږیره لرونکي نارینه ډېر کشش لرونکي ښکاري، له دې امله ډېری ښځې ږیره لرونکي سړي خوښوي او د هغوی پر مخ له ګڼې ږیرې سره ځانګړې لېوالتیا ښکاره کوي.

ږیره پرېښودل په اسلام کې سنت دي او په اسلامي طب کې د ږیرې د پرېښودلو د ګټو په اړه بېلابېل دلایل او روایتونه راغلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ټېک ټاک

یوې پاکستانۍ مېرمنې په خپل ټېک ټاکي خاوند عریضه کړې

خپلواک وېبپاڼه (۱۹ مارچ ۲۰۲۰): د پاکستان په خیبر پښتونخوا پېښور کې یوې مېرمنې په …