کورپاڼه / روغتيا / کورونا؛ لومړنى واکسين چې ازمايښتي پايلې يې بريالۍ شوې
موډرنا

کورونا؛ لومړنى واکسين چې ازمايښتي پايلې يې بريالۍ شوې

په امريکا کې د درمل جوړونې شرکت (موډرنا) له لوري د کورونا د مخنيوي لپاره جوړ شويو واکسينو لومړنۍ پايلې بريالۍ اعلان شوې دي.

د موډرنا شرکت مسوولين وايي، چې دوى ياد واکسين په يو شمېر رضاکارانو ازمايلي دي او پايلې يې بريالۍ دي. دوى وايي چې ددا واکسين يې دوه ډوله پايلې لري.

لومړى هغه کسان چې دا واکسين وکړي، نو کورونا ويروس يې نه نيسي، خو نورو ته يې انتقالولى شي، دويم بيا هغه ډول دى چې نه پر خپله واکسين کوونکي اغېز کوي او نه هم ترې نورو ته انتقالېږي.

د موډرنا شرکت مسوولين وايي، چې دا واکسين يې له ١٨ څخه تر ٥٥ کلونو پورې رضاکارو کسانو باندې ازمايلي دي او څرګنده شوې ده چې دا واکسين د خلکو معافيت يا دفاعي سيسټم پياوړى کوي.

دا لومړنى واکسين ګڼل کېږي چې په انسانانو يې لومړنۍ ازمايښت بريالى ګڼل شوى دى، تر دې وړاندې هم ځينې واکسين په انسانانو ازمايل شوي دي، خو هغسې پايلې يې نه دي ورکړي، چې څه ډول هيلې وې.

ياد شرکت دغه واکسين ته د mRNA-1273 نوم ايښى دى.

د يادولو ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٥ ميليونو ته نږدې شوې دي، همدا راز د دې ويروس د مخنيوي لپاره په ټوله نړۍ کې له ١٠٠ څخه زياتو واکسينونو باندې کار روان دى.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس ١

ايا کورونا ويروس کمزورى شوى؟

د روغتيا نړيوال سازمان پوهان او نور ساينسپوهان وايي، چې دا خبره هېڅ حقيقت نه …