کورپاڼه / کلتور او هنر / کورونا د اکشى کمار ٧ فلمونه له ځنډ سره مخ کړي
اکشى کمار

کورونا د اکشى کمار ٧ فلمونه له ځنډ سره مخ کړي

د نورو کاروبارونو تر څنګ د فلمونو کاروبار هم د کورونا ويروس له امله په ټپه ولاړ دى، د نورو هېوادونو په څېر په هند کې هم ګرځبندېز دى او سينماګانې تړلې دي او د نوو فلمونو ثبت ځنډېدلى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، په اوسني وخت کې چې تر ټولو زيات کوم هندى فلمي ستورى اغېزمن شوى، هغه اکشى کمار دى، چې ډېرى فلمونه يې په بېلا بېلو پړاوونو کې ولاړ دي.

سږکال د اکشى کمار (سورياونشي) فلم چې روهيت شيټي يې ډايريکټر دى، يو له هغه فلمونو څخه دى چې خلک ورته ډېر په تمه ول، دا فلم د مارچ په ٢٤مه نېټه نندارې ته وړاندې کېده خو د کورونا له امله وړاندې نه شو.

اکشى کمار سورياونشي

سورياونشي به يو له هغه لويو فلمونو څخه وي چې د کورونا ويروس تر پاى ته رسېدو وروسته به په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

د اکشى کمار بل فلم لکشمي بامب دى چې کايره اډواني ورسره مرکزي رول ترسره کاوه او دا فلم هم د روان کال د کوچني اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېده، خو اوس فلم جوړونکو پرېکړه کړې ده چې دا فلم په انلاين بڼه خپور کړي.

د اکشى کمار بل فلم (پريتوي راج) دى، چې دا فلم سږکال د ديوالۍ په ورځ نندارې ته وړاندې کېده، خو اوس يې ننداره معلومه نه ده.

دهنش، ساره علي خان او اکشى کمار

همدا راز اکشى کمار د سږکال اپريل مياشت کې د انند ايل راى په لارښودۍ کې جوړېدونکي فلم (اترنګي رى) ثبت پيلاوه، خو اوس د فلم ثبت ځنډېدلى دى.

همدا راز (بيل بوټوم) بيا د اکشى کمار بل فلم دى چې د بهرنيو هېوادونو په بېلا بېلو ښارونو کې يې ثبتېدل پلان شوي و، چې د اوسني حالت له امله يې ټول ثبت ځنډېدلى او راتلونکي کال کې به يې ثبت پيل شي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، اکشى کمار ښايي د ٢٠٢٠ کال د اکتوبر مياشتې څخه مخکې د کوم فلم قبت پيل نه کړي، نو د هغه د هغه ټولو فلمونو کارونه پاتې دي، چې ثبت يې بايد پيل شوى واى.

په عمومي توګه ويل کېږي چې د اکشى کمار ٧ فلمونه چې په بېلا بېلو پړاوونو کې دي، د کورونا ويروس له امله يې کارونه ځنډېدلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

جاوېد اميرخېل

جاوېد اميرخېل: ځنډ د ارمانونو غل دى

د هېواد نوموتى هنرمند جاوېد اميرخېل وايي، چې ځنډ د ارمانونو غل دى، نو هغه …