کورپاڼه / روغتيا / کورونا د ځايونو او شيانو لمسولو له لارې په اسانۍ نه خپرېږي
کورونا ويروس

کورونا د ځايونو او شيانو لمسولو له لارې په اسانۍ نه خپرېږي

د امريکې د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز (سي ډي سي) وايي، چې کورونا ويروس له بېلا بېلو ځايونو او شيانو لمسولو سره په اسانۍ سره نه خپرېږي.

سي ډي سي د خپل دې راپور سره په خپلو تېرو لارښوونو کې بدلون راوست، چې مخکې يې ويلي و کورونا د ځايونو او شيانو له لمس څخه ډېر خپرېږي.

سي ډي سي مخکې په خپل راپور کې ويلي و، چې خلک بېلا بېل ځايونه يا شيان لمسوي او بيا لاسونه خپلې خولې، پوزې او يا هم سترګو ته وروړي، چې دا د کورونا د خپرېدو لوى لامل دى.

خو په خپل تازه راپور کې وايي، چې دوى فکر نه کوي چې دا به د کورونا د خپرېدو لوى لامل وي.

که څه هم سي ډي سي اوس وايي، چې د دې ډېر امکان نشته دى چې له دې لارو دې کورونا خپره شي، خو بيا هم تر څه حده پورې ممکنه ده.

د خپل پخواني راپور برعکس په نوي راپور کې د سي ډي سي مسوولين وايي، چې کورونا يوه نوې ناروغي ده او دوى هره ورځ هڅه کوي چې نوي معلومات يې په اړه ترلاسه کړي.

سي ډي سي همدا راز له حېواناتو څخه انسانانو ته د ويروس د انتقال فکر هم رد کړى دى. دوى وايي چې په اوس وخت کې له حېواناتو څخه انسانانو ته د دې ويروس د انتقالېدو خطره بېخي کمه ده.

خو دوى بيا خلک خبرداره کړي دي، چې له انسانانو څخه دا ويروس حېواناتو ته انتقالېدى شي.

سي ډي سي په خپل راپور کې وايي، چې دوى د نړۍ په کچه د حېواناتو، په ځانګړې توګه د سپيانو او پيشوګانو، چې کورونا ناروغۍ نيولي دي نه خبر دي، چې ډېرو ته د نږدې انسانانو نه ويروس انتقال شوى دى.

په خپل نوي راپور کې سي ډي سي ويلي دي، چې د کورونا ويروس د خپرېدو لوى لامل له انسان نه انسان ته د دې ويروس انتقال دى، چې تراوسه پورې يې له ٥٠ ميليونو څخه زيات کسان اغېزمن کړي دي.

دوى وايي، چې ويروس ډېر په تېزۍ سره له يو کس نه بل ته انقالېږي، چې له يو بل سره په نږدې اړيکه (٦ متره واټن) کې وي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا ويروس د ناروغ کس د ټوخي يا پرنجي د ذرو په مرسته خپرېږي. دوى وايي چې دا ذرې ناروغ کس ته د نږدې خلکو د خولې يا پوزې په لاره سږو ته ځان رسوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې کورونا ويروس له هغه خلکو هم خپرېږي، چې پکې د کورونا هېڅ نښې نه ليدل کېږي.

دوى وايي چې د ويروس په چټکۍ سره د خپرېدلو لارې بېلا بېلې کېداى شي، خو مهمه خبره دا ده چې ويروس پرته له ودرېدو له يو انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس ١

ايا کورونا ويروس کمزورى شوى؟

د روغتيا نړيوال سازمان پوهان او نور ساينسپوهان وايي، چې دا خبره هېڅ حقيقت نه …