کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کورونا ويروس؛ د اپريل تر پاى پورې به د بدلون شاهد واوسو
ډاکټر ژونګ نانشان

کورونا ويروس؛ د اپريل تر پاى پورې به د بدلون شاهد واوسو

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): د چين حکومت د کورونا ويروس لپاره ځانګړي استازي ډاکټر ژونګ نانشان دعوه کړې ده، چې په نړيواله کچه به د کورونا ويروس پر وړاندې د اپريل تر پاى پورې د بدلون شاهد واوسو.

د چين شي ژين ټلويزيون د ډاکټر ژونګ خبرې خپرې کړې دي، چې هغه پکې په چين کې د کورونا ويروس پر وړاندې ترسره شويو اقداماتو او د دغه ويروس د مخنيوي په اړه مهمې خبرې کړې دي.

هغه وايي، چې کورونا ويروس په چين کې له ٣٢ زره څخه زيات کسان تېر کړل، حکومت د دغه ويروس د مخنيوي لپاره سخت ګامونه پورته کړل چې اوس هم دوام لري. ډاکټر ژونګ وايي، د چين حکومت په ترسره کړو کارونو کې لومړى دا و چې په ځايي کچه د ويروس د خپرېدو مخنيوى وشي، چې له هغه وروسته موږ وخت پېدا کړ او نور ګامونه مو پورته کړل.

هغه وايي، د دې ويروس د مخنيوي يوه لاره دا وه، چې د ناروغانو په شمېر کې کمى راشي، دا هغه وخت اسانه وه چې کله په ځايي خلکو کې د ويروس خپرېدل کم شي، نو موږ ځکه تر هر څه د مخه په دې اړه فکر وکړ او خلکو ته مو وويل چې له کورونو څخه بهر مه راوځئ.

ډاکټر ژونګ وايي، ډېرو هېوادونو د کورونا د مخنيوي لپاره ستر ګامونه پورته کړي دي، چې دې ته په کتلو سره که چېرته دا اقدامات دوام وکړي، نو د اپريل تر پاى پورې به د کورونا ويروس پېښې ډېرې کمې شي او په نړيواله کچه به موږ د بدلون شاهد واوسو.

ډاکټر ژونګ وويل چې په چين کې يو ځل بيا کورونا ويروس سر راپورته کړى دى، خو اوس چې کوم خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي، په هغوى کې د دغه ويروس نښې نه ښکاره کېږي.

هغه زياتوي، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې نوې پېښې په ځايي کچه نه دي خپرې شوې او نه د دې پېښو کچه لوړه ده. نوموړى وايي، چې د دې خبرې امکان هم ډېر دى چې د کورونا ناروغان يو ځل بيا په دې ناروغۍ اخته شي، خو دا به هغه وخت کېږي چې د دوى په بدنون کې انټي باډيز ختم شي.

ډاکټر ژونګ همدا راز زياته کړه، چې په دويم ځلې چې کوم کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي، د هغوى په ټېسټونو کې دا خبره معلومه شوې ده چې ويروس پکې ژوندى نه دى او هغه د پخوا په څېر خطرناک هم نه دى، بلکې اوس ډېر زيات کمزورى شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …