کورپاڼه / کرکټ / کورونا ويروس؛ د هند نامتو کرکټر شيکر دهون په کور کې کالي وينځي
شيکر دهون

کورونا ويروس؛ د هند نامتو کرکټر شيکر دهون په کور کې کالي وينځي

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): د کورونا ويروس له امله تر ډېره پورې هېوادونه تړل شوي دي، چې په دې کې هند کې هم کرنټين اعلان شوى دى.

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نامتو کرکټر شيکر دهون په خپل ټويټر کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه لګيا دى او په کور کې کالي وينځي او تشناب پاکوي. هغه له دغه ويډيو سره په کېپشن کې ليکلي دي، چې په کور کې د يوې اونۍ تېرولو څخه وروسته ژوند دومره سخت شوى دى.

دغه ويډيو چې ډېرو خلکو خوښه کړې او له نورو سره شريکه کړې ده، پکې ښکاري چې شيکر دهون لګيا دى کالي وينځي او ښځې سره يې په لاس کې يو کوتک دى او داسې ښکاره کوي، چې ښځه پرې په زوره کالي وينځي او تشناب پرې پاکوي.


په دغه ويډيو باندې يوه هندۍ سندره هم لګېدلې ده، چې داسې معنا يې ده، چې داسې ښځه مې په برخه رسېدلې ده چې اوس مې له سترګو اوښکې روانې دي او داسې بلا را په غاړه شوې ده، چې اوس مې ترې خلاصون نشته دى.

شيکر دهون که څه هم دغه ويډيو د کرنټين پر مهال د ټوکو په ډول جوړه کړې ده، خو ډېرو خلکو خوښه کړې ده، ان د نړۍ د کرکټ سترو لوبغاړو هم دغه ويډيو باندې تبصرې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کريم جنت

کرکټ بورډ به د کريم جنت پر وړاندې ګام پورته کړي؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ باندې تل دا نيوکې کېږي چې …