کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کورونا ويروس د پاکستان (هيرا منډۍ) هم وتړله
هيرا منډۍ ١

کورونا ويروس د پاکستان (هيرا منډۍ) هم وتړله

خپلواک وېبپاڼه (١٠ اپريل ٢٠٢٠): کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې ډېر په چټکۍ سره خپرېږي، په پاکستان کې هم په پراختيا روان دى او په دغه هېواد کې د نورو کاروبارونو په ټپه درولو تر څنګ يې هيرا منډۍ هم تړلې ده.

هيرا منډۍ چې د پاکستان په لاهور ښار کې قرار لري، له لسيزو راهيسې په دغه ځاى کې فعاله ده، خو لومړى ځل دى چې تړل کېږي او بدن خرڅوونکې پکې بېکاره کېږي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د (شيډ سوسايټي) ټولنې له لوري، چې په هيرا منډۍ کې د بدن خرڅوونکو ښځو د حقونو لپاره کار کوي، له حکومت نه غوښتنه کړې ده، چې د کورونا ويروس له امله د هيرا منډۍ کارکوونکو کارونه په ټپه درېدلي دي او بايد دوى سره ځانګړې مرستې وشي.

د شيډ سوسايټي هغه ټولنه ده، چې له ډېر وخت راهيسې په لاهور ښار کې د هيرا منډۍ د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، دوى همدا راز دغلته کار کوونکو ښځو ته د خونديتابه لارې چارې هم ښايي او په دې يې پوهوي چې څه ډول خوندي معاملې وکړي.

هيرا منډۍ ٢

څه وخت مخکې شيډ سوسايټي په خپل يو راپور کې ويلي و، چې دوى په هيرا منډۍ کې ښځو ته عامه پوهاوى ورکوي او له دې يې پوهوي، که چېرته خوندي معامله ونه کړي، نو په کومو ناروغيو باندې به اخته شي. دوى همدا راز ښځې دې ته هڅوي چې هره مياشت دې خپل ټېسټونه او معاينې کوي، تر څو د اېډز او نورو ناروغيو مخه ونيسي.

د دغه ټولنې مسوولين وايي، چې دوى په پاکستان کې د بدن خرڅوونکو ښځو د حقونو لپاره کار کوي او په داسې سخت حالت کې، چې ټول هېواد تړلى دى، د دې ښځو کاروبار هم په ټپه ولاړ دى، بايد چې حکومت په دې سخت حالت کې له دوى سره ځانګړې مرستې وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …