کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کورونا ويروس په اوبو کې هم خپور شوى
کورونا ويروس

کورونا ويروس په اوبو کې هم خپور شوى

خپلواک وېبپاڼه (١٠ اپريل ٢٠٢٠): په داسې حال کې چې په نړۍ کې د نوي کورونا ويروس وېره ورځ تر بلې زياتېدونکې ده، له بده مرغه ددې وېرې لپاره مرسته کونکی يو بل بد خبر هم خپور شو، په بلجيم هېواد کې په اوبو کې هم نوی کورونا ويروس وليدل شو، بلجيم هېواد چې په خپله د نوي کورونا د بحران سره مخ دی چې نن یې دغه هم خبر د نړيوالو سره شريک کړ.

په چين کې پيدا شوی کورونا ويروس ورځ تر بلې خپل تاثیر زياتوي، د بلجیم په شمال کې پرته سيمه فلمان کې اوس د کورونا ويروس يو بل ناهيله کونکی خبر هم راغی، په دغه سيمه کې د اوبو د تصفيې شرکت ويلي چې په اوبو کې هم نوی کورونا ويروس موندل شوی دی، په يو راپور کې چې د اوبو د تصفيه کوونکي شرکت له لوري تيار شوی دی راغلي دي چې دوی د بلجیم په شمالي سيمه فلمان کې د اضافي يا کارول شويو اوبو څخه چې دوی یې بېرته د تصفيه دنده لري ځینې نمونې واخيستې، د نمونو د اخيستلو وروسته د اوبو دغه نمونې لابراتوار ته ولېږل شوې، له بده مرغه چې د لابراتوار څخه راغلی خبر هم ښه نه و، د لابراتوار معايناتو موندلې چې په دغه نمونو کې د نوي کورونا ويروس مربوط د RNA نښې ليدل شوې دي.

د نوي کورونا ويروس په کنټرول کې د نړۍ د هېوادونو د ناکامۍ لوی سبب همدا دی چې ډېر په چټکۍ خورېږي، ځکه یې کنټرول ستونزمن دی، نوی کورونا ويروس د ممکنې هرې لارې څخه خپرېږي، د نښو نښانو په هکله د خپرېدو د لارو په هکله په هرڅه کې نوی کورونا ويروس لا هم د اسرارو ډک ښکاري، داسې چې نوې نوې ددې ويروس ځينې نورې نښې نښانې هم اعلان شوې، پخوا د نوي کورونا ويروس څو مشخصې نښې وې لکه د لوړې تبې شتون، وچ ټوخی، نفس تنګي او داسې نور، خو اوس دا دي چې د خوند يا ذايقې د حس کم والی هم د دغه ويروس یوه نښه اعلان شوې ده، ددې ترڅنګ ددې ويروس بله نوې نښه اسهال کېدل دي.

خو د نوي کورونا ويروس تر دې هم وېره رامنځته کونکې ځانګړنه دا ده چې په ځينو کسانو کې هېڅ نښه نه لري، د مثال په ډول يو ځوان نوی کورونا ويروس نيولی خو هېڅ تاثير یې ورباندې نه دی کړی او په ټولنه کې په عام ډول ژوند کوي، په جرمني د معاينه شويو کسانو ۴۰ سلنه يې داسې و چې بېخي ېې د کورونا ويروس د ناروغۍ کومه نښه نه درلوده، دا بيا ډېره خطرناکه مسله ده، دا ډول خلک د روغو کسانو سره ګرځي راګرځي، په دې فکر چې روغ دی په خپل کور کې هم د ټولو سره يو ځای اوسېږي، حال دا چې ويروس لري او نورو ته ورڅخه سرایت کوي، دې ته اوس ساينس پوهان سوپر خپرونکي وايي.

نوی کورونا ويروس چې د انسان په سږو لومړی حمله کوي، په سږو کې يو شديد التهاب رامنځته کوي، له دې سره د تنفس یا ساه اخیستلو او ورکولو پروسه سختېږي، ناروغ شديده نفس تنګي حس کوي، اوس نوې څېړنې بيا دا وايي چې کېدی شي نوی کورونا ويروس په زړه هم حمله وکړي، همدا اوس په ټوله کې د نوي کورونا ويروس له کبله په مړو شويو کسانو کې د زړه تخريب ليدل کېږي، که څه هم د ډېری مرګ يې د زړه د درېدلو له کبله هم وي، خو ساینس پوهان ددې مسلې هخوا دې ټکي ورخطا کړي چې کېدی شي دا ويروس مستقیم په زړه حمله وکړي چې دا به د تداوۍ پروسه نوره هم اوږده، سخته او مغلقه کړي.

دا چې نوی کورونا ويروس یو نوی پیدا شوی ويروس دی د ناروغۍ تګلاره او میکانیزم یې هم دقیق معلوم نه دی او هره ورځ د نويو خبرونو سره مخ کېدل نورمال دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …