کورپاڼه / بېلا بېل / کورونا ويروس څه وخت ختمېږي؟
کورونا ویروس

کورونا ويروس څه وخت ختمېږي؟

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ مارچ ۲۰۲۰): د کورونا ويروس له کبله د نړۍ په ډېری نقطو کې نور ژوند درېدلی دی، انسانان په خپلو کورونو کې قيد شوي دي، ښارونه نور لکه پخوا تازه نه دي، مګر دا بحران به کله ختمېږي او انسانان به کله بېرته خپل نورمال ژوند پیلوي؟ دې پوښتنو ته ساینسپوهانو ځوابونه ویلي دي.

د انګلستان صدراعظم بوريس جانسن وايي چې د ۱۲ اوونیو په پای کې به کورونا ويروس ختم شي او د نړۍ سره به خدای پاماني وکړي، خلک به بېرته نورمال ژوند پیل کړي.

مګر که په راتلونکو دریو میاشتو کې د پېښو شمېر کم هم شي دا په دې مانا نه ده، چې دا بحران به ختم شي، د کورونا ويروس تاثيرات به په ټوله مانا ختمول کلونه ونيسي، کوم څه چې د ټولنيز ژوند په هکله کورونا ويروس رامنځته کړي نو د دې دوام د زيات وخت لپاره ممکن نه دی، ځکه د دې اقتصادي زيان دومره زيات دی، چې نړۍ به د ډېر وخت لپاره تاب ورته رانه وړي.

هېڅ هېواد د خروج ستراتيژي نه لري

ټول هېوادونه د دې بحران څخه د وتلو لپاره يوې ستراتيژۍ ته اړتيا لري، اړتيا داسې يوې ستراتېژۍ ته ليدل کېږي چې ژوند بېرته نورمال حالت ته راوګرځوي، ځکه که همداسې هم دوام وکړي، کورونا ويروس ورکېږي نه، بلکې همدا قوانین چې لرې شي بېرته به په پېښو کې زياتوالی راشي.

د ادينبورګ پوهنتون ښوونکی پروفيسور مارک ووهاوس په دې اند دی، چې د دې حالت څخه د انګلستان په شمول هېڅ هېواد د وتلو پلان نه لري او دا يوه لويه ستونزه ده، ځکه په دې ډول او نظم سره د نړۍ اقتصاد زيات تاب نه شي راوړلی. د دې بحران څخه وتل درې لارې لري؛ واکسين، د خلکو د بدن دفاعي سيستم او له دې ويروس سره عادت کېدل، د ټولنې کړنې او عادتونه د تل لپاره بدلول، دا هره يوه لار د ويروس د خپراوي مخه نيسي.

د واکسين لپاره ۱۲- ۱۸ مياشتې وخت

د واکسين لپاره د ۱۲ نيولې تر ۱۸ مياشتو وخت پکار دی، واکسين به د خلکو دفاعي سيستم د دې ويروس په وړاندې پياوړی کړي، که داسې وشي چې د ټولنې ۶۰ سلنه خلکو د بدن دفاعي سيستم د ويروس په وړاندې عادت شي، مقاومت پيدا کړي نو امکان لري، چې ويروس په نړۍ کې ختم شي.

د واکسين په برخه کې تېره اوونۍ په امريکا کې لومړۍ ازموینه وشوه، د دې لپاره چې پروسه چټکه شي د حيواناتو په ځای لومړی مستقيم په انسانانو دا ازموینه ترسره شوه.

ځينې ساینس پوهان بيا وايي چې د واکسين تر جوړېدو پورې ټوله نړۍ بېکاره او قرنطين ساتل ګران کار دی، دوی د واکسین په تمه کېدل کومه ستراتيژي نه بولي، په اوس کې هېوادونه دا هڅه کوي چې د پېښې شمېره ټيټه وساتي، ځکه که دا شمېره لوړه شي نو روغتونونه يې د پورته کولو توان نه لري، چې دا به د کورونا ويروس په فاجعه بدل کړي، د يوې خوا به لکه اوس په هسپانیا کې په روغتون کې کټونه پاتې نه شي د بلې خوا د هغه ماشينونو شمېر کم دی چې ناروغانو ته اوکسيجن ورکړي.

د نوي کورونا ويروس خطرناک طرف دا دی، چې د سږو التهاب رامنځته کوي، د ساه اخيستل سختوي او ناروغ مجبور دی چې ميخانيک تنفس وکړي يانې د ماشين په مرسته، حال دا چې دا ډول ماشينونه په داسې بې سرحده ناروغانو پسې رسول سخته خبره ده.

Loading...

دا هم ولولئ

سپیان

هغه روزل شوي سپیان چې د پوزې په وسیله کورونا ویروس معلوموي

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ مارچ ۲۰۲۰): د يو خیریه بنسټ په وینا، سپيان کولی شي ډېر …