کورپاڼه / جالب / کورونا ګرځبندېز؛ ٢ مياشتې وروسته د خر او مالک له احساساتو ډکه ليدنه
خر او مالک

کورونا ګرځبندېز؛ ٢ مياشتې وروسته د خر او مالک له احساساتو ډکه ليدنه

د فرانسې يوه اوسېدونکى د ګرځبندېز له امله دوه مياشتې پس له خپل خر سره وليدل، چې په دغه ليدنه کې هغه ډېر زيات احساساتي شو.

د کورونا ويروس د مخنيوي په پار د نړۍ ډېرى هېوادونو د دغه ويروس په پيل کې، يعنې دوه نيمې مياشتې مخکې سخت ګرځبندېزونه ولګول، خو د مۍ په پيل کې چې په ځينو هېوادونو کې کورونا يو څه کنټرول شوه، نو په ګرځبندېز کې هم ورسره نرمښت راغلى دى.

په ګرځبندېز کې نرمښت کوونکو هېوادونو کې اروپايي هېواد سپېن هم شامل دى، په سپېن کې د ٢١ مۍ پورې له کورونا څخه تر ٢٣٢ زرو څخه زيات کسان اغېزمن شوي و.

د سپېن حکومت د مۍ مياشت کې د کورونا يو څه کمېدو وروسته په ګرځبندېز کې د نرمښت پرېکړه وکړه او خلکو ته يې وويل چې د احتياطي تدابيرو سره کولاى شي ورو ورو خپل عادي ژوند ته وګرځي.

دوه نيمې مياشتې مخکې په سپېن کې د ګرځبندېز له امله کوم خلک چې چېرته و، په هماغه ځايونو کې بند پاتې شو او ډېرى خلک بيا په دې ګرځبندېز کې له کورونو څخه هم ليرې و.

په ګرځبندېز کې د نرمښت وروسته هغه خلک چې په نورو ځايونو کې بند پاتې و، کورونو ته لاړل او کله چې يې له خپلو خپلوانو سره وليدل، نو يقيني خبره ده چې احساساتي کېدل به، خو د سپېن يو ٣٨ کلن سړى چې دوه مياشتې وروسته خپل کور ته لاړ او له خپل خر سره يې وليدل، نو ډېر احساساتي شو.

د اسماعيل فرنانډس په نوم د سپېن يو اوسېدونکى د ګرځبندېز له امله له کور ليرې بند پاتې شوى و، هغه شاوخوا ١٠ مياشتې له خپل کور څخه ليرې و او د کرنټين پر مهال هم ورسره د خپل خر فکر و.

د سپېن د يوې راډيو د راپور په وېنا، د سپېن په سويلي سيمه اندالوسيا کې ٣٨ کلن اسماعيل فرنانډس ٢ مياشتې وروسته خپل کور ته لاړ او د خپل خر سره تر ليدلو وروسته يې وژړل.

په راپور کې ويل شوي دي، کله چې اسماعيل فرنانډس دوه مياشتې وروسته کور ته راغى، نو خر ورته غږونه پيل کړل.

اسماعيل فرنانډس له خپل خر سره له احساساتو ډکه دغه ليدنه په ويډيويي بڼه هم خپره کړې ده، چې په ډېر لږ وخت کې خلکو لاس په لاس کړه. په ويډيو کې ليدل کېږي چې هغه له احساساتو ډک غږ کې خپل خر سره خبرې کوي.

په ويډيو کې ليدل کېږي چې د خر مالک له خپل سره په ډېرو احساساتو کې غاړه غاړۍ کېږي او يو بل ته ګيلې کوي. اسماعيل فرنانډس د خپل خر سره سيلفي هم خپره کړې ده او هغې سره د خپلې مينې څرګندونه يې کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

تمبلليک ١

جلال اباد ښاروال ته (تمبلليک) ورکړل شوى

نن د ننګرهار په جلال اباد کې يو شمېر خلکو د جلال اباد ښاروالۍ مخې …