کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کويټۍ هنرمنده: بهرنيان دښتو ته وشړئ
کويټۍ هنرمنده

کويټۍ هنرمنده: بهرنيان دښتو ته وشړئ

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): د کويټ يوې نامتو هنرمندې حياة الفهد له خپل حکومت نه غوښتنه کړې ده، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر دې په دغه هېواد کې مېشت بهرنيان له ښارونو څخه وويستل شي او په دښتو کې دې پرېښودل شي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې ٧١ کلنې هنرمندې حياة الفهد له يوه ځايي ټلويزيون سره د خپلې مرکې پر مهال ويلي دي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر دې بهرنيان له کويټ څخه وويستل شي.

هغې په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې موږ نور په تنګ راغلي يو او ويرېږو که چېرته ناروغه شو نو بيا به څه کېږي، ځکه د ابادۍ په کچه روغتونونه کم دي او که عاجل حالت شي، نو هر سړي ته به بيا روغتون کې ځاى ونه رسېږي.

حياة الفهدد همدا راز وايي، چې په کويټ کې مېشت بهرنيان خپلو هېوادونو کې ځاى نه لري نو موږ يې ولې په خپلو ښارونو کې پرېږدو، د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر بايد دا ټول خلک خپلو خپلو هېوادونو ته لاړ شي.


هغه زياتوي، که چېرته په کويټ کې مېشت بهرنيان له کويټ څخه خپلو هېوادونو ته نه ځي، نو حکومت ته پکار دي چې دا خلک له ښارونو څخه وشړي او په دښتو کې دې يې وساتي او کله چې حالات بېرته عادي شو، نو بيا دې ښارونو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

حياة الفهد همدا رازپه خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې زه د انسانيت پر ضد نه يم، خو اوس چې موږ له کوم حالت څخه تېرېږو دا ډېر نازک دى، په داسې حالت کې موږ ته له بهرنيانو ډېره خطره ده.

د نوموړې د دغه مرکې له خپرېدو وروسته په هغې باندې په ټولنيزو رسنيو کې سختې نيوکې هم شوې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …