کورپاڼه / بېلا بېل / یوه ایراني ساینسپوه دعوه کړې چې د کورونا درمل یې جوړ کړي دي
مسعود سلیماني

یوه ایراني ساینسپوه دعوه کړې چې د کورونا درمل یې جوړ کړي دي

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ مارچ ۲۰۲۰): ایرانی څېړونکی او د ښوونې او روزنې د یوه پوهنتون استاد مسعود سلیماني دعوه کوي، چې د کورونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره یې درمل جوړ کړي دي.

دغه ایراني څېړونکي له فارس نیوز سره په خپلو خبرو کې د کورونا ویروس ضد درملو ته په نغوته ويلي دي، د کورونا ویروس د درملنې لپاره جوړ شوي درمل له بنسټیزو سلولونو نه تشکیل شوي دي او ډېرو ډاکټرانو د دغو درملو له پایلو نه رضایت ښودلی دی او په ډېرو ناروغانو باندې یې مثبته اغېزه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې ده، چې دغه درمل د هغو ناروغانو لپاره چې په لومړني فاز کې قرار لري، په درې مرحلو کې ورکول کېږي، چې له دغو درې قسطونو سره په پوره توګه روغتیا مومي او په بدن کې یې ویروس ختمېږي.

سلیماني واضح کړه، چې دغه درمل له ۳ نه تر ۶ ورځو پورې په ناروغ باندې خپل اغېز ښندي او په درې مرحلو کې کولی شي د کورونا ویروس ناروغانو درملنه وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاس وينځل

کورونا ويروس؛ اوازې او حقايق

د کورونا ويروس د درملنې، د مخنيوي او نورو دعوو په اړه پوهان او ډاکټران …