کورپاڼه / جالب / یوې پاکستانۍ مېرمنې په خپل ټېک ټاکي خاوند عریضه کړې
ټېک ټاک

یوې پاکستانۍ مېرمنې په خپل ټېک ټاکي خاوند عریضه کړې

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۱۹ مارچ ۲۰۲۰): د پاکستان په خیبر پښتونخوا پېښور کې یوې مېرمنې په محکمه کې په خپل خاوند عریضه کړې، چې هغه د دې دوه نابالغ زامن په ټېک ټاک روږدي کړي دي او له ژونده یې ویستي دي.

دغې مېرمنې خپل خاوند باندې د ((ټېک ټاکي پلار)) نوم ايښی دی، ځکه چې هغه په ټولنیزې رسنۍ ټېک ټاک کې د ویډویوګانو د خپرولو شوقي دی او له ځان سره سره یې خپل دوه زامن هم په ټېک ټاک روږدي کړي دي.

یادې مېرمنې محکمې ته ویلي دي، چې د هغې خاوند وحید مراد نومېږي او هغه څلور ښځې کړې دي، چې دا د هغه درېیمه مېرمن ده.

د دې مېرمنې په وینا، د هغې د خاوند ۱۳ بچیان دي او هغه پر څلورو وادونو سربېره چې اوس یې لري، دوه وادونه مخکې هم کړي وو، خو هغوی دواړو ته یې طلق ورکړی دی.

د کورنۍ محکمې قاضي سمیع الله خان د یادې مېرمنې عرض اورېدلی دی او د اپرېل په دوهمه یې د هغې خاوند محکمې ته ورغوښتی دی.

دې مېرمنې د پېښور په کورنۍ محکمه کې د مدافع وکیل یوسف کاکاخېل او د مهوش محب کاکاخېلې په مرسته یې عریضه کړې ده او د عدالت غوښتنه یې کړې ده.

دغې مېرمنې ویلي دي، چې د هغې خاوند د زیاتو وادونو په کولو سره اوس د کورنۍ خیال نه ساتي او شپه و ورځ په ټېک ټاک کې بوخت وي او خپل بچيان یې هم په روږدي کړي دي او د هغوی د زده کړو ټول وخت ضایع کوي.

یادې مېرمنې په محکمه کې د دې لپاره عریضه کړې ده، تر څو خاوند یې مجبور شي، چې بچیان له دې سره پرېږي او دا یې زده کړو ته پاملرنه وکړي او له ټېک ټاک نه یې راوګرځوي.

د یادونې وړ ده، چې د دې مېرمنې خاوند وحید مراد په ټېک ټاک کې ۱۴ زره فالوورز لري، چې اوس مهال په ټول پاکستان کې مشهور ټېک ټاکي ستوری دی.

Loading...

دا هم ولولئ

الا لیفوشکینا

هغه ۹۰ کلنه جراحه چې اوس هم هره ورځ د ۴ ناروغانو عملیات کوي

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ مارچ ۲۰۲۰): ځينو خلکو ته سن او عمر یوازې یو څو اعداد …