کورپاڼه / خپلواک / افغانستان کرکټ بورډ د ٣ لکه ډالرو لپاره د ٩ ميليونه ډالرو تاوان کوي
سنکسر او کرکټ بورډ

افغانستان کرکټ بورډ د ٣ لکه ډالرو لپاره د ٩ ميليونه ډالرو تاوان کوي

خپلواک وېبپاڼه (١ مارچ ٢٠٢٠): پر افغانستان کرکټ بورډ د سنېکسر شرکت په نړيواله اقتصادي محکمه کې عريضه کړې ده او ښايي يو ځل بيا افغانستان د ٣٠٠ زره ډالرو په بدل کې ٩ ميليونه ډالره تاوان وکړي.

د معلوماتو تر مخه، افغانستان کرکټ بورډ تېر کال سپتمبر مياشت کې وويل، چې له سنکسر کمپنۍ سره يې قرارداد د کلني فيس د نه ورکړې او د ليګ چارو په روڼتيا کې د شته اندېښنو له امله فسخ کړ او همدا راز د افغانستان شل اوريزه غوره ليګ قضيه يې د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته وړاندې کړه.

خو د دومره وخت تېرېدو وروسته هم د دغه قضيې هېڅ حل راونه وتلو او په ٢٠١٩ کال کې د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوريزه غوره ليګ لغوه اعلان کړ، چې نه يوازې لوبغاړو ته يې لوى تاوان ورساوه، بلکې ٩ ميليونه ډالره تاوان يې وکړ.

د معلوماتو تر مخه، د سنکسر سپورټس شرکت يو ځل بيا هم هڅه وکړه چې له افغانستان کرکټ بورډ سره خپلې اړيکې سمې کړي او دغه ليګ ترسره کړي، خو ويل کېږي چې د کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي د شخصي عقدې له امله سنکسر سپورټس شرکت ته منفي ځواب ورکړ.

څه ورځې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوريزه غوره ليګ لپاره اعلان ورکړ، تر څو له يوه نوي شرکت سره تړون لاسليک کړي او په دې لړ کې يې له ټولو شرکتونو غوښتنه وکړه، چې له کرکټ بورډ سره دې په اړيکه کې شي.

په داسې وخت کې پرون د سنکسر سپورټس شرکت پر افغانستان کرکټ بورډ په نړيواله اقتصادي محکمه Artibration کې عريضه کړې ده او ښايي افغانستان له لوى مالي زيان سره مخ کړي.

د معلوماتو تر مخه، دغه محکمه هره قضيه په ٣٠ ورځو کې دننه حل کوي او خپله پرېکړه اعلانوي، چې په دې لړ کې د سنکسر سپورټس شرکت د افغانستان کرکټ بورډ ته رسمي ايمېل هم کړى دى او په راتلونکو ٣٠ ورځو کې به دا قضيه معلومه شي.

Snixer Email

د افغانستان کرکټ بورډ او سنکسر سپورټس شرکت ترمنځ د پنځه کلونو لپاره قرارداد شوى و، چې د دغه قرارداد د فسخ يا لغوه کولو په لړ کې به دويم لوري ته ٢٤ کروړه هندي روپۍ ورکول کېږي.

خو افغانستان کرکټ بورډ دغه قرارداد يو کال وروسته فسخ کړ، چې بايد دوى اوس د سنکسر سپورټس شرکت ته د قرارداد د متن له مخې، ٢٤ کروړه يا ٢٤٠ ميليونه هندي روپۍ ورکړي.

په نړيواله اقتصادي محکمه کې د يوې قضيه ٤٠ زره ډالر مصارف راځي، چې دغه مصارف به هم دواړه لوري ورکوي، همدا راز سنکسر شرکت تر ډېره هڅه وکړه چې د افغانستان غوره ليګ يو ځل بيا ترسره شي، خو د افغانستان کرکټ بورډ ورسره ونه منله.

که چېرته په ٢٠٢٠ کال کې يو ځل بيا د افغانستان شل اوريزه غوره ليګ لغوه کېږي، نو يوې لوري ته به افغانستان کرکټ بورډ ٩ ميليونه ډالره تاوان کوي او تر ډېره پورې دا امکان شته چې سنکسر سپورټس شرکت له افغانستان کرکټ بورډ نه قضيه وګټي او په دې لړ کې بيا د افغانستان کرکټ بورډ مجبوره دى چې ياد شرکت ته ٢٤٠ ميليونه هندي روپۍ ورکړي، چې له دې کار سره به افغانستان کرکټ بورډ له سخت اقتصادي حالت سره مخ شي.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يوه کارمند د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې د له سنکسر سپورټس شرکت سره د قرارداد فسخ کولو تر ټولو زيات تاوان کرکټ بورډ ته رسېدلى دى او دغه پرېکړه يوازې د شخصي عقدې له امله شوې وه، چې هېڅ يې په اړه فکر او مشوره نه وه شوې.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …