کورپاڼه / خپلواک / شين واټسن په پي ايس ايل کې ريکارډ جوړ کړ
شين واټسن

شين واټسن په پي ايس ايل کې ريکارډ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (١ مارچ ٢٠٢٠): د پاکستان سوپر ليګ کې د کوټې ګليډيټرز لپاره لوبېدونکي چټک توپوهونکي شين واټسن په پي ايس ايل کې د ډېرو شپږيزو وهلو ريکارډ په خپل نوم کړ.

نوموړي دا ريکارډ د ملتان سلطانز لوبډلې پر وړاندې د پي ايس ايل په دولسمه لوبه کې خپل کړ، هغه په ١٤م اوور کې پر عمران طاهر شپږيزه ووهله او د پي ايس ايل په تاريخ کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ يې په خپل کړ، چې تر دې مخکې دا ريکارډ له کامران اکمل سره و.


کامران اکمل په پي ايس ايل کې ٧٣ شپږيزې وهلې وې او تر ټولو مخکې و، خو د ملتان سلطانز پر وړاندې په لوبه کې شين واټسن په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ٨٠ منډې يې ترلاسه کړې، نوموړې په دغه لوبه کې ٧ شپږيزې ووهلې او په دې سره يې د پي ايس ايل په تاريخ کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ هم په خپل نوم کړ.

په پاکستان سوپر ليګ کې د شين واټسن د شپږيزو شمېر ٧٥ ته ورسېده، همدا راز هغه د پي ايس ايل په تاريخ کې د منډو په برخه کې بيا دويم مقام لري، چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي.


د پي ايس ايل په ټولو پړاوونو کې کامران اکمل تر ټولو زياتې ١٤٥٩ منډې کړي دي او په لومړي مقام دى، همدا راز شين واټسن بيا ١٢٥٣ منډې کړي او په دويم مقام کې دى او د کراچۍ کنګز لوبډلې بابر اعظم بيا د ١١٦٠ منډو سره په دريم مقام کې دى.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره لوبېدونکى تجربه کاره توپوهونکي رېلي روسو د پاکستان سوپر ليګ کې تر ټولو چټکه سليزه ووهله.

نوموړي په دغه سياليو کې په ٤٣ توپونو باندې سليزه پوره کړه، چې دا د پي ايس ايل په تاريخ کې تر ټولو چټکه او تېزه سليزه وه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …