کورپاڼه / خپلواک / نړيوال جام: سويلي افريقا پاکستان ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړه
سويلي افريقا او پاکستان

نړيوال جام: سويلي افريقا پاکستان ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړه

خپلواک وېبپاڼه (١ مارچ ٢٠٢٠): د ښځو نړيوال شل اوريز جام کې سويلي افريقا د پاکستان لوبډلې ته په اسانۍ سره ماتې ورکړه او په دې سره يې د نړيوال شل اوريز جام نيمه پايلوبې ته هم لار پېدا کړه او د پاکستان لوبډله له نړيوال شل اوريز جام نه بهر شوه.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام ١٥مه لوبه د سويلي افريقا او پاکستان ښځينه لوبډلو ترمنځ په سډني کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې سويلي افريقا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

سويلي افريقا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې لورا وولوارډ ٥٣ ناسوځېدلې، مريزان کاف ٣١ او ميګنون ډو پريز ١٧ منډې وکړې.

د پاکستان ښځينه لوبډلې له لوري ډيانا بېګ ٢، انعم امين، ايمان انور، سيده عروب شاه او ندا ډار ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٣٧ منډو د هدف په تعقيب کې د پاکستان ښځينه لوبډلې توپوهنه په بشپړه توګه ناکامه شوه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١١٩ منډې وکړې، چې د ١٧ منډو په توپير يې له سويلي افريقا لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

د سويلي افريقا ښځينه لوبډلې له لوري نونکوليکو ملابا، شبنم اسماعيل او ډين وين نيکيرک ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه لورا وولوارډ ترلاسه کړه، چې ٥٣ ناسوځېدلې منډې يې کړې وې.

د يادولو ده چې سويلي افريقا د پاکستان لوبډلې ته له ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړه، سويلي افريقا درې لوبې کړي او په درې واړه لوبو کې يې بريا خپله کړې ده. بل لوري ته د پاکستان لوبډله له نړيوال شل اوريز جام مخکې تګ نه بهر شوه.

د اې ګروپ نه بيا هند لومړنۍ لوبډله وه چې نيمه پايلوبې ته يې لار پېدا کړې وه، هند خپلې څلور واړه لوبې ګټلې دي، همدا راز له اې ګروپ نه به د اسټراليا يا نيوزيلېنډ لوبډلې نيمه پايلوبې ته لار پېدا کوي، بل لوري ته د بي ګروپ نه به د انګلستان يا ويسټ انډيز لوبډله نيمه پايلوبې ته ځان ورسوي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …