کورپاڼه / خپلواک / راشد خان شاهد اپريدي ته: راتلونکى کال درته له خوشحاليو ډک غواړم
راشد خان او شاهد اپريدي

راشد خان شاهد اپريدي ته: راتلونکى کال درته له خوشحاليو ډک غواړم

خپلواک وېبپاڼه (١ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر شاهد اپريدي ته د هغه د کليزې په مناسبت سره مبارکي ويلې ده.

شاهد اپريدى چې د مارچ په لومړۍ نېټه ١٩٨٠ کال کې د خېبر پښتونخوا په خېبر اېجنسۍ کې زېږېدلى دى، نن د ٤٠ کالو شو. نوموړى د پاکستان ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر هم پاتې شوى دى او همدا راز يو له مخکښو الراونډرانو څخه تېر شوى دى.

راشد خان نوموړي ته د هغه د ٤٠مې کليزې په ورځ په ټويټر باندې په يوه ټويټ کې مبارکي ويلې ده او ليکلي يې دي: ((شاهد اپريدي لالا د کليزې مبارکي درته وايم، راتلونکې کال درته له خوشحاليو ډک غواړم.))


شاهد اپريدي يو مهال دومره چټکه توپوهنه ترسره کوله، چې د پاکستان د ټولو لوبو بريا او ماتې ورپورې تړلې وه او هر کله چې به شاهد اپريدي ښه توپوهنه ترسره کړه، پاکستان به يې بريالى کړ، چې پاکستان ته يې ډېرې برياوې ور په برخه کړې وې.

شاهد اپريدى چې ښي لاسى توپوهونکى او ليګ بريک ګوګلي توپ اچونه يې ترسره کوله، اوس هم په تجارتي ليګونو کې لوبېږي.

شاهد اپريدي د پاکستان ملي لوبډلې، اسيا يوولس کسيزې لوبډلې، برامپټون وولپز، ډکن چارجرز، ډهاکه ګليډيټرز، ډهاکه پلاټون، ايډمونټون رايلز، فلاى امارات يوولس کسيزې، ګريکالېنډ ويسټ، حبيب بانک لمېټډ، همپشاير، اى سي سي ورلډ اليون، جمايکا ټلواهس، کراچۍ، کراچۍ کنګز، کراچۍ زون بلو، کولون کېنټونز، ليسټر شاير، ميلبورن رينيګاډز، ملتان سلطانز، نارت همپټنشاير، پېښور زلمي، رنګپور رايډرز، روهونا رايلز، ساوت اسټراليا او سينټ کيټس اېنډ نيويس پيټريوټس لوبډلو لپاره لوبې کړي دي.

شاهد اپريدي د پاکستان لپاره ٢٧ ټېسټ، ٣٩٨ يو ورځنۍ او ٩٩ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په درې واړه فارمېټونو کې نوموړي ١١١٩٦ منډې ترلاسه کړې دي او همدا راز ٥٤١ لوبغاړي يې سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …