کورپاڼه / خپلواک / اسلامي بانک د افغانستان او ايرلېنډ لوبلړۍ ټايټل سپانسرشپ ترلاسه کړ
ايرلېنډ او افغانستان لوبلړۍ

اسلامي بانک د افغانستان او ايرلېنډ لوبلړۍ ټايټل سپانسرشپ ترلاسه کړ

خپلواک وېبپاڼه (١ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د مارچ مياشتې په ٦مه نېټه د پېلېدونکې درې شل اوريزو لوبو لړۍ د ټايټل سپانسرشپ حقوق د اسلامي بانک اخيستي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبر کې ويلي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ او د افغانستان اسلامي بانک ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شوى دى چې پر بنسټ به يې د راتلونکې لوبلړۍ نوم (افغانستان اسلامي بانک جام) وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډله شاوخوا شل ورځې مخکې هند ته تللې ده، خو د ايرلېنډ ملي لوبډله لا هم هند ته نه ده راغلې او لامل يې هم نه دى معلوم.

خو تېره ورځ خپلواک وېبپاڼې ته د افغانستان کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي و، چې د اتر پرادېش ايالت د کرکټ اسوسيشن مسوولينو افغانستان ته اجازه نه ده ورکړې چې په ګريټر نويډا لوبغالي کې خپلې لوبې ترسره کړي.

که څه هم ويل کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ مخکې د هند کرکټ بورډ ته په دغه لوبغالي کې د لوبو کولو ويلي و، خو د اتر پرادېش کرکټ اسوسيشن دغه خبره نه ده منلې.

د اتر پرادېش کرکټ اسوسيشن مسوولينو ويلي دي، چې ګريټر نويډا لوبغالى له بندېز سره مخ دى چې په ٢٠١٧ کال کې پرې د هند کرکټ بورډ له لوري بندېز لګول شوى دى نو هغوى نه شي کولاى په دې لوبغالي کې چاته د لوبو اجازه ورکړي.

ويل کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزى هند ته تللى دى او هلته يې د اتر پرادېش کرکټ اسوسيشن له مسوولينو سره څو ناستې ترسره کړي دي، خو د هغوى له لوري منفي ځواب ورکړل شوى دى.

د اتر پرادېش کرکټ اسوسيشن مسوولينو اجراييه رييس ته ويلي دي، چې هغوى کولاى شي د پوهنتون لوبغالى دوى ته ورکړي تر څو دوى پکې خپلې نړيوالې لوبې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …