کورپاڼه / خپلواک / ايرلېنډ لوبډله هند ته رسېدلې ده
ايرلېنډ لوبډله

ايرلېنډ لوبډله هند ته رسېدلې ده

خپلواک وېبپاڼه (٢ مارچ ٢٠٢٠): د ايرلېنډ کرکټ ملي لوبډله د افغانستان سره د درې شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کولو لپاره د هند ډيلي ښار ته رسېدلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولينو د ايرلېنډ لوبغاړو هرکلى کړى دى او خبر يې ورکړى دى چې ايرلېنډ لوبډله د نړيوالو شل اوريزو لوبو ترسره کولو په موخه نن سهار د هندوستان ډيلي ښار ته ورسېده.

دغه لوبه چې د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کېږي، د مارچ په ٦مه، ٨مه او ١٠مه نېټه به د هند د اتر پرادېش ايالت په ګريټر نوېډا لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبر کې دا هم ويلي دي، چې يادې سيالۍ به د افغانستان ملي سپورټ ټلويزيون په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

د يادولو ده چې دوه ورځې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته ويلي و، چې د هند د اتر پرادېش ايالت د کرکټ اسوسيشن افغانستان کرکټ بورډ ته په ګريټر نوېډا لوبغالي کې د لوبو اجازه نه ده ورکړې.

په همدې خاطر څو ورځې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزى هم هند ته تللى و او ويل کېدل چې په ډېرو ناستو کې هم ورته منفي ځواب ورکړل شوى دى.

د اتر پرادېش کرکټ اسوسيشن د کرکټ بورډ اجراييه رييس ته ويلي و چې د هغوى د پوهنتون په لوبغالي کې دې لوبې ترسره کړي، ځکه هغوى ويل چې ګريټر نوېډا لوبغالى په ٢٠١٧ کال کې د هند کرکټ بورډ له لوري له بندېز سره مخ شوى دى او د نړيوالو لوبو ترسره کولو اجازه پکې نشته.

خو اوس يو ځل بيا کرکټ بورډ په خپل راپور کې ويلي دي، چې لوبې به د ګريټر نوېډا په لوبغالي کې په خپل ټاکلي وخت ترسره شي، له دې ښکاري چې ښايي کرکټ بورډ په ياد لوبغالي کې د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړې وي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …