کورپاڼه / خپلواک / “له ايرلېنډ او زمبابوې سره مو ښه ساعت تېر دى”

“له ايرلېنډ او زمبابوې سره مو ښه ساعت تېر دى”

خپلواک وېبپاڼه (٢ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان په کوربه توب په هند کې د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلو ترمنځ د ٣ شل اوريزو نړيوالو لوبو لړۍ د مارچ د مياشتې په ٦مه نېټه پيلېږي، چې تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

دغه سياليو ته چې د افغانستان لوبډله شاوخوا شل ورځې مخکې هند ته تللې ده او هلته تمرينات ترسره کوي، نن د ايرلېنډ لوبډله هم د هند ډيلي ښار ته رسېدلې ده.

په روان ٢٠٢٠ کال کې د افغانستان ملي لوبډله له اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام پرته يوازې همدغه درې شل اوريزې سيالۍ له ايرلېنډ لوبډلې سره لري او نورې هېڅ سيالۍ يې نشته دي.

همدا لامل دى چې پر کرکټ بورډ او مشرتابه باندې يې سختې نيوکې کېږي، چې ولې په ټول کال کې پرته له ايرلېنډ لوبډلې سره سيالۍ نه لرئ، که څه هم د کرکټ بورډ مسوولينو په دې لړ کې څو ځلې هڅه وکړه چې خلکو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړي، خو لا هم خلک قانع شوي نه دي او پر کرکټ بورډ سختې نيوکې کوي.

د ايرلېنډ لوبډلې هند ته د رسېدلو په اړه د افغانستان کرکټ بورډ له رسمي فېسبوکپاڼې څخه پوسټ شوى دى، چې ياد پوسټ ته ډېره منفي تبصرې شوې دي او د کرکټ مينه والو پر کرکټ بورډ سختې نيوکې کړې دي.

د کرکټ بورډ له فېسبوکپاڼې مو درته د کرکټ د مينه والو يو شمېر خوندورې او په زړه پورې تبصرې راغونډې کړې دي، چې دلته يې له تاسې سره شريکوو.

د اسامه نورزي په نوم يوه فېسبوک کاروونکي د کرکټ بورډ پر دغه پوسټ ليکلي دي: ((ستاسې ورسره ښه ساعت تېر دى د ايرلېنډ او زمبابوې سره.))

اسامه نورزى

د ستا مينه په نوم له يوه اکاونټ ليکل شوي ((چې د نيوزيلېنډ او انډيا فيچونه به يو شان وي او که فرق به لري))، نوموړي ښايي دا خبره د هغه خبرې په يادونه کړې وي، چې د کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي په يوه مرکه کې ويلي و، چې د اسټراليا او متحده عربي اماراتو فيچونه يو شان دي.

د نويد اختر په نوم يوه کس بيا پر کرکټ بورډ نيوکې کړي دي او ويلي يې دي، چې د نړۍ ټولې سترې لوبډلې زموږ په تمه دي او له پاکستان سره بيا موږ لوبې نه کوو.

خو فريد الله فکري بيا د تمريناتو په ترسره کولو د مصرف شوو پېسو غوښتنه کوي او وايي چې ايا له کرکټ بورډ نه به څوک د دې پېسو پوښتنه وکړي؟

مينه، اختر، فکري، مندوزى او مات زړه

د ايم عامر فرزان په نوم يوه کس بيا ياد پوسټ ته ليکلي دي، چې ما ويل که لوبې نه کوي، ځکه يې تراوسه لوبډله نه وه لېږلې، ځه ښه شوه چې ورسېدل.

خو جدا افغان بيا ليکلي دي، چې زموږ لوبډله يوه نيمه مياشت مخکې تللې ده، حال دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله شاوخوا شل ورځې مخکې هند ته تلې ده.

فرزان، افغان، سالو، شمس او ساحل

د حسن خان درمل په نوم يوه فېسبوک کاروونکي کرکټ بورډ ته ليکلي دي، چې لږ يې له ايرلېنډ نه زده کړئ، چې هغوى په دې کال کې له کومو هېوادونو سره لوبې لري. خو بل لوري ته بيا د سلېمان ساپي په نوم يو کس د ټوکې په ډول ليکلي دي، چې د ټولې دنيا د کرکټ مينه وال دې لوبلړۍ ته په تمه دي، ويل کېږي چې ټنډولکر به د دې لوبو کمنټري کوي او سټار سپورټ به يې خپروي.

صديق، شرنوال، درمل، صافى، احمدى او پروېز

د نويد شرافت په نوم يو کس بيا د ګريټر نوېډا لوبغالي باندې نيوکې کړې دي او وايي چې هغه د لوبو ځاى نه دى، يو سم مېدان ولټوئ. همدا راز جمعه هلال بيا په تنقيدي بڼه وايي، چې ډېر لوى کار شوى دى او ولسمشر بايد تاسې ته د غازي امان الله خان عالي مډال درکړي.

شرافت، مجاهد، الماس او هلال

د يادولو ده چې د ايرلېنډ او افغانستان د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ چې د هند په ګريټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کېږي، د مارچ مياشتې په ٦مه، ٨مه او ١٠مه نېټه به دغه سيالۍ ترسره شي. يادې سيالۍ د افغانستان ملي سپورټ ټلويزيون په ژوندۍ بڼه خپروي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …