کورپاڼه / خپلواک / له پنځوس اوريزو لوبو وروسته ټېسټ لوبو کې هم هند شرموونکې ماتې وخوړه
نيوزيلېنډ لوبډله

له پنځوس اوريزو لوبو وروسته ټېسټ لوبو کې هم هند شرموونکې ماتې وخوړه

خپلواک وېبپاڼه (٢ مارچ ٢٠٢٠): د نيوزيلېنډ لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ وروسته د ټېسټ لوبو په لوبلړۍ کې هم د هند لوبډلې ته وايټ واش ماتې ورکړه او دواړو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې.

د هند او نيوزيلېنډ لوبډلو ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه د فبرورۍ په ٢٩مه نېټه په کرايسټ چرچ کې پيل شوه.

په پيل کې د لوبې پچه نيوزيلېنډ وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٤٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې هنوما ويهاري ٥٥، پريتوي شاو او چيتيشور پوجارا ٥٤-٥٤ منډې ترلاسه کړې.

د نيوزيلېنډ له لوري کېلي جېميسون ٥ او ټام ساوټي او ټرينټ بولټ ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

نيوزيلېنډ په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٣٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټام لاتم ٥٢، کېلي جېميسون ٤٩ او ټام بلنډيل ٣٠ منډې ترلاسه کړې.

د هند له لوري محمد شامي ٤، جسپريت بومرا ٣ او رويندرا جډيجا ٢ لوبغاړي وسوځول.

خو د هند لوبډله په دويمه پاڼۍ کې په بشپړه توګه ناکامه شوه او يوازې ١٢٤ منډې يې ترلاسه کړې، چې چيتيشور پوجارا ٢٤ او رويندرا جډيجا ١٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري ټرينټ بولټ ٤ او ټام ساوټي ٣ لوبغاړي وسوځول.

د ١٣٢ منډو هدف د نيوزيلېنډ لوبډلې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ډېرې اسانۍ سره يې په ٤ ويکټو له هند څخه بريا ترلاسه کړه. د نيوزيلېنډ له لوري ټام بلنډيل ٥٥ او ټام لاتم ٥٢ منډې وکړې.

د هند له لوري جسپريت بومرا ٢ او اومېش يادو ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کېلي جېميسون ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ټام ساوټي ته ورکړل شوه.

نيوزيلېنډ

نيوزيلېنډ د ٢ ټېسټ سياليو په لوبلړۍ کې هند ته وايټ واش ماتې ورکړه، چې تر دې مخکې يې د ٣ يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې هم هند ته وايټ واش ماتې ورکړې وه. تر هغه مخکې د هند او نيوزيلېنډ ترمنځ د ٥ شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره شوې وه، چې په هغې کې هند د نيوزيلېنډ لوبډلې ته وايټ واش ماتې ورکړې وه.

د يادولو ده چې د هند په ټېسټ لوبډلو درجه بندۍ کې لومړى مقام لري او همدا راز د ټېسټ سياليو نړيوالې اتلولۍ يا ټېسټ چيمپينشپ کې يې تر اوسه کومه لوبه نه وه بايللې، خو نيوزيلېنډ ورته سر په سر په دوه ټېسټ لوبو کې ماتې ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …