کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې لوبې په کومو ټلويزيونونو خپرېږي؟
افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې لوبې په کومو ټلويزيونونو خپرېږي؟

خپلواک وېبپاڼه (١٣ سپتمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش په کوربه توب په بنګله دېش هېواد کې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخيزه شل اوريزو سياليو لومړۍ لوبه نن د بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د افغانستان په وخت مازيګر ٥ بجې پيلېږي، خو افغانستان به بيا خپله لومړۍ لوبه سبا (د سپتمبر په ١٤مه نېټه) له زمبابوې سره د بنګله دېش په شير بنګله نېشنل لوبغالي کې د افغانستان په وخت پنځه بجې پيل کړي.

خو يادې لوبې په کومو ټلويزيونونو خپرېږي؟ دلته يې درسره په اړه معلومات شريکوو.

د يادو لوبو د قانوني خپرولو حقوق په افغانستان کې کوم ټلويزيون نه دي ترلاسه کړي، خو احتمال شته چې د وطن ټلويزيون يادې لوبې خپرې کړي. همدا راز په نوره نړۍ کې، سټار سپورټس (هند)، سوپر سپورټس (افريقا)، غازي ټلويزيون (بنګله دېش)، Rabbitholebd.com يې انلاين خپروي او Willow يې په کاناډا کې خپروي، د دې تر څنګ به دا لوبې په بنګله دېش کې د بي ټي وي څخه هم خپرېږي.

خو د يادولو ده چې غازي او سټار سپورټس ټلويزيونونو په کېبل کې هم شته او په افغانستان کې يې هم خلک کولاى شي چې د کېبل له لارې دغه لوبې وګوري، همدا راز وطن ټلويزيون هم دى چې احتمال شته يادې لوبې په افغانستان کې خپرې کړي.راشد خان، شکېب الحسن او مسکدزا

ياده دې وي چې د افغانستان کرکټ بورډ څه ورځې مخکې د لوبو په ژوندۍ بڼه خپرولو په تړاو يوه ليکنه خپره کړې وه، چې په هغې کې ويل شوي و، چې هغه لوبې چې د نورو هېوادونو په کوربه توب خپرېږي، افغانستان هېڅ حق نه لري چې د لوبو د ژوندۍ بڼې په خپرولو يې کومه پرېکړه وکړي. همدا راز افغانستان بيا د خپلو هغه ټولو لوبو، چې په خپل کوربه توب يې ترسره کوي، حقوق د TSM شرکت ته ورکړي دي او هر څوک چې وغواړي، د افغانستان د لوبو د قانوني خپرولو اجازه ترلاسه کړي، نو هغوى کولاى شي چې د TSM شرکت څخه دغه لوبې په قانوني بڼه واخلي.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخيزه شل اوريزو سياليو لومړۍ لوبه نن (د سپتمبر په ١٣مه نېټه) د بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ ترسره کېږي، چې دا لوبې به د سپتمبر تر ٢٤مې نېټې پورې دوام وکړي، چې افغانستان به پکې دوه لوبې د بنګله دېش او دوه لوبې د زمبابوې سره ترسره کړي او دوه مخکښې لوبډلې به بيا د سپتمبر په ٢٤مه نېټه پايلوبه ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …