کورپاڼه / د تنفسي سيستم ناروغۍ څه ډول رامنځته کېږي؟
د تنفسي سيستم ناروغۍ

د تنفسي سيستم ناروغۍ څه ډول رامنځته کېږي؟

خپلواک وېبپاڼه (٢ مارچ ٢٠٢٠): د تنفسي سيستم ناروغۍ مو د تنفسي سيستم دوه برخې تر تاثیر لاندې راولي، پورتنۍ برخه او لاندينۍ برخه، چې سږي پکې راځي. زکام، يخني وهل، لارنجيت (د غږ د تلونه يا‌ غدو‌ التهاب) د ستوني درد، د پوزو د سوريو ناروغي او داسې نورې د تنفسي سيستم د پورتنۍ برخې ناروغۍ دي.

د تنفسي سيستم د ناروغیو سببونه څه شی دي؟

تر ۲۰۰ زيات ويروسونه د دې قدرت لري او د دې سبب کېدی شي چې په تنفسي سيستم کې ناروغۍ رامنځته کړي، دا ويروسونه ډېر تېز خپرېږي او نورو ته سرایت کوي، دا ويروسونه د يو انسان سره د ستړي مشي يا هر ډول تماس په وخت کې، د هغه څيزونو مشترک کارول چې ناروغ یې کاروي، د يو بل د ښکلولو په وخت کې د ناروغ څخه روغ کس ته انتقال کېدی شي، په ځانګړي ډول د ټوخي او پرنجي په وخت کې د هوا له لارې هغه د څاڅکي نه کوچنۍ ذرې د ناروغ کس له خولې يا پوزې وځي او په هوا کې ګډېږي، چې که روغ کس ورسره په نيژدې فاصله کې ځای ولري هم همدغه هوا تنفس کوي او په پايله کې هغه ته سرایت کوي.

کله چې ناروغ کس د يو ځای سره تماس وکړي يا يو شی وکاروي او وروسته روغ کس د دې ځای يا شيانو سره تماس وکړي، بيا همدا لاس يوسي او خپلې سترګې ورباندې وموښي او يا هم په خپله پوزه کې ګوتې ووهي، نو روغ کس هم په دې ناروغۍ ګرفتار کېږي.

د تنفسي لارو د ناروغیو نښې نښانې

د تنفسي ناروغیو په ځانګړي ډول د تنفسي سيستم د پورتنۍ برخې د ناروغیو نښې دا دي: تبه، ټوخی، د ستوني درد، د پوزې بهېدل، د پوزې بندوالی، د سر درد، د يخې يا ګرمې هوا سره ډېر زيات حساسيت.

کله چې ويروس يا کوم بل د تنفسي سيستم د ناروغیو عامل د انسان بدن ته دننه شي، نو د ناروغیو دا نښې د يوې ورځې نيولې تر دریو پورې رابرسېره کېږي، د ځینو بيا توپير کوي، د مثال په ډول اوسنی ویروس چې په چين کې رامنځته شوی وروسته تر ۱۴ ورځو د ناروغۍ نښې نښانې ښکاره کوي.

د تنفسي لارو د ناروغیو څخه د ښه کېدو لپاره څه کولی شو؟

استراحت وکړئ او زياتې اوبه او مايعات وکاروئ، که ستوني مو درد درلود، نو په پاکو او شير ګرمو اوبو کې يوه اندازه مالګه واچوئ او وروسته دا اوبه غړغړه کړئ، په لوړ غږ ډېرې زياتې خبرې مه کوئ چې دا مو د ستوني درد زیاتوي او د‌ رغېدو موده یې زياتوي.

باکيفيته خواړه وخورئ، د دې جملې څخه کولی شئ د ماهي غوښه، هګۍ، په ځانګړي ډول د هګيو سپين وخورئ، د بورې يا شکر له کارولو څخه ډډه وکړئ، ويټامين سي د تنفسي سيستم د پورتنۍ برخې د ناروغیو يوه ښه حل لاره ده، په لېمو کې په کافي مقدار ويټامين سي شتون لري، په شيرګرمو اوبو کې د لېمو اوبه ګډې کړئ او په کافي مقدار يې هر وخت وڅښئ، که ماشوم مو ناروغ وي نو زنجبيل او شات ورکړئ، دا په ډېر لنډ وخت کې ماشوم د تنفس ناروغیو له ستونزې ژغوري، که پوزه مو بنده وي نو ولاړ شئ په حمام کې ګرمې اوبه خوشې کړئ چې د بخار څخه ډک شي وروسته هم يو حمام وکړئ او هم به مو دا بخار د پوزې له بندوالي خلاص کړي.

که مو د يوې اونۍ يا پنځو ورځو وروسته بيا هم ناروغي تېره نه شوه، نو ښه به وي چې ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ځکه کېدی شي په سږو يانې د تنفسي سيستم په لاندینۍ برخه کې کومه ناروغي موجوده وي.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

فرنانډو

جافنا سټالينز ٤مه بريا او ګال ګليډيټرز ٤مه ماتې وخوړه

د جافنا سټالينز لوبډلې په پرلپسې ډول په څلورمه لوبه کې هم بريا خپله کړه …