کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: فکر کوم تاسې ورته هيليکوپټر وايئ
راشد خان

راشد خان: فکر کوم تاسې ورته هيليکوپټر وايئ

خپلواک وېبپاڼه (٢ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په خپل ټويټر اکاونټ باندې يوه وړه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې توپوهنه کوي او هيليکوپټر شاټ يې وهلى دى.

راشد خان د خپلې دغه ويډيو سره ليکلي دي، چې فکر کوم تاسې ورته هيليکوپټر وايئ.

راشد خان چې نه يوازې د نړۍ په کچه مخکښ ورو توپ اچونکى دى، بلکې هغه په توپوهنه کې هم ډېر ځله ځلېدلى دى او ښه توپوهنه يې ترسره کړې ده.

راشد خان نه يوازې دا چې په مډل ارډر کې ښه توپوهنه ترسره کوي، بلکې تر ډېره پورې د هغه په اړه دا خبرې هم روانې دي چې بايد په پيل کې توپوهنه ترسره کړي، که څه هم نوموړي په ځينو لوبو کې د پيل توپوهونکي په توګه هم توپوهنه ترسره کړې ده.


د راشد خان دغه کوچنۍ ويډيو ډېرو خلکو خوښه کړې ده او تبصرې يې پرې کړې دي، چې په دې کې يو هم د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ چټک توپ اچونکى حميد حسن دى.

حميد حسن د يوه ښکلي ايموجي سره راشد خان ته ليکلي دي (ninja cut) يعنې هيليکوپټر شاټ دې په نينجا کټ کې وهلى دى.

خو ډېرو کسانو بيا راشد خان ته دا هم ليکلي دي چې دا ريورس هيليکوپټر شاټ دى.

د هيليکوپټر شاټ وهل ډېر ګران دي، هغه مهال چې کله د لوبې وروستي اورونه وي نو بيا توپ اچونکي هڅه کوي يارکر او نور خطرناک توپونه ترسره کړي، خو د دغه ډول توپونو لپاره بيا هيليکوپټر شاټ ډېر زبردست دى، خو د دې شاټ د وهلو لپاره ټايمينګ او د بېټ استعمال ډېر لازمي دى.

په لومړي ځل هيليکوپټر شاټ د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد اظهر الدين په ١٩٩٠ کال کې د سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې په ايډن ګارډنز لوبغالي کې وهلى و.

که څه هم دا شاټ نورو توپوهونکو هم وهلى دى، خو وروسته مهيندرا سينګ دهوني د هيليکوپټر شاټ لپاره ډېر مشهور شو، ځکه هغه بيا دا شاټونه ډېر وهل او بېخي په زړه پورې يې وهل.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …