کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان ملي لوبډلې د ار پي سينګ کرکټ کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه
افغانستان کرکټ لوبغاړي

د افغانستان ملي لوبډلې د ار پي سينګ کرکټ کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٣ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په هند کې د ار پي سينګ کرکټ کلب لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له شاوخوا ٢٠ ورځو راهيسې په هند کې ده او د ايرلېنډ ملي لوبډلې سره د درې شل اوريزو لوبو د لړۍ لپاره تمرينات ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر په وېنا، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دويمه تمريناتي لوبه کې د ار پي سينګ کرکټ کلب لوبډلې ته د ١٠٢ منډو په توپير ماتې ورکړې ده.

په دغه تمريناتي لوبه کې افغانستان لومړى د لوبې پچه وګټله او توپوهنه يې ترسره کړه چې يادې لوبډلې ته يې د ١٩٦ منډو هدف وټاکه. د افغانستان لپاره راشد خان ٣٨ ناسوځېدلې، محمد نبي ٣٦ او لوبډلمشر اصغر افغان ٢٨ منډې وکړې، همدا راز سميع الله شينواري او رحمان الله ګربز هم ٢٥-٢٥ منډې ترلاسه کړې.

د ١٩٦ منډو د هدف په ځواب کې د ار پي سينګ کرکټ کلب لوبډلې يوازې ٩٤ منډې وکړې او د ١٠٢ منډو په توپير يې له افغانستان څخه لوبه وبايلله.

د افغانستان له لوري کريم جنت ٤، محمد نبي او ګلبدين نايب ٢-٢ او قېس احمد يو ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې تر دې وړاندې افغانستان له ډيلي لوبډلې سره هم تمريناتي لوبه ترسره کړې وه چې بريا يې خپله کړې وه.

د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلو ترمنځ ٣ شل اوريزې لوبې د مارچ په ٦مه، ٨مه او ١٠مه نېټه د هند په ګريټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د ايرلېنډ کرکټ ملي لوبډله هم پرون هند ته رسېدلې ده.

خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بيا له ٢٠ ورځو څخه زيات کېږي چې هند ته تللې ده او هلته يې تمرينات پيل کړي دي، تر څو د ايرلېنډ پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …