کورپاڼه / خپلواک / لطف الله ستانکزى نه غواړي چې د افتاب عالم بندېز ختم شي
افتاب عالم

لطف الله ستانکزى نه غواړي چې د افتاب عالم بندېز ختم شي

خپلواک وېبپاڼه (٣ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې پر چټک توپ اچونکي افتاب عالم تر ٢٠١٩ نړيوال جام وروسته يو کلن بندېز ولګېده، خو ويل کېږي چې پر نوموړي بندېز تر ډېره سياسي و.

خپلواک وېبپاڼې ته ځينو سرچينو ويلي دي، چې د محمد شهزاد تر بندېز ختمېدو وروسته د کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي او د ډسپلېن کمېټې مسوولينو د افتاب عالم پاتې بندېز هم ختم کړى دى، خو لطف الله ستانکزي يې مخه نيولې ده او نه غواړي چې د افتاب عالم بندېز ختم شي.

تېرو ورځو کې د افغانستان کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګېدلى يو کلن بندېز د ٧ مياشتو وروسته ختم کړ او د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي په دې اړه په خپل يوه پوسټ کې دا هم وويل چې د هغه له بېرته راتګ سره به د افغانستان ملي لوبډله پياوړې شي.

دا هم ولولئ:

فضلي: افتاب عالم بايد له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي

کريم صادق د کرکټ بورډ مشر ته غوسه شوى

له هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې دا بحث هم راپورته شو، چې بايد پر افتاب عالم هم بندېز ختم شي، ځکه چې ملي لوبډله نوموړي ته اړتيا لري او په دې اړه د کرکټ بورډ پخواني چيرمېن عزيزالله فضلي هم په خپل يو پوسټ کې ويلي و، چې افتاب عالم د سياسي قضيې ښکار شوى دى او بايد بېرته ملي لوبډلې ته راوستل شي.

هغه مهال چې پر افتاب عالم باندې يو کلن بندېز ولګېده، په ياده کمېټه کې عاطف مشعل هم و، چې ويل کېږي تر ډېره پورې دا کار نوموړي کړى دى، همدا راز پر افتاب عالم د يو کلن بندېز لګېدو وروسته تاج ملوک عالم هم د عاطف مشعل په اړه يو پوسټ کړى و او پر هغه يې سختې نيوکې کړې وې.

اوس چې يو ځل بيا خلک پر افتاب عالم د بندېز ختمېدو غوښتنه کوي، نو د کرکټ بورډ عمومي مشر او د ډسپلېن کمېټه هم ياد بندېز پاى ته رسول غواړي، خو اجراييه رييس لطف الله ستانکزى يې نه غواړي.

د کرکټ بورډ يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې اجراييه رييس ستانکزى وايي، چې پر افتاب عالم باندې د کرکټ نړيوالې شورا بندېز لګولى دى او تر څو چې بندېز سر ته نه وي رسېدلى، بايد ليرې نه شي.

خو افتاب عالم بيا دغه خبره رد کړې ده او وايي، چې پر هغه باندې د افغانستان کرکټ بورډ بندېز لګولى دى او د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي په دې کې هېڅ لاس نشته.

افتاب عالم چې اوس مهال يې يو ځل بيا تمرينونه پيل کړي دي، ځکه د هغه د بندېز خلاصېدو ته يوازې دوه مياشتې وخت پاتې دى، په هغه د ٢٠١٩ کال کرکټ نړيوال جام پر مهال د ادارې له اصولو د سرغړونې په تور يو کلن بندېز لګېدلى و.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …