کورپاڼه / خپلواک / دولت ځدراڼ: ما څه ګناه کړې چې د کرکټ بورډ‌ مشران راسره د مور و میرې چلند کوي؟

دولت ځدراڼ: ما څه ګناه کړې چې د کرکټ بورډ‌ مشران راسره د مور و میرې چلند کوي؟

خپلواک وېبپاڼه (۳ مارچ ۲۰۲۰): د افغانستان د کرکټ پیاوړي لوړبغاړي دولت ځدراڼ په خپله فېسبوک پاڼه کې پوسټ کړی دی او لیکلي یې دي، چې ګناه یې معلومه نه ده او سزا ورکول کېږي. هغه لیکي چې د کرکټ بورډ مشران ورسره د مور و میرې چلند کوي او له نړیوال جام راپدېخوا یې په یوې سیالۍ کې هم نه دی اخیستی.
دولت ځدراڼ لیکي، چې هیڅ ډول ستونزه نه لري، روغ او جوړ دی او ښه فېټنس هم لري، خو دا چې ولې یې د کرکټ بورډ مشران په سیالیو کې نه اخلي او د لوبېدو چانس نه ورکوي په دې نه پوهېږي. دولت وايي، چې د سلېکشن کمېټه ورسره زیاتی کوي او د ځينو مافیايي کړیو په خوښه یې په لوبو کې نه لوبوي.
دولت ځدراڼ زیاتوي، چې هغه د تېز توپ اچوونکو لوبغاړو په ډله کې لومړی مقام لري، چې تر سلو ډېرې وېکټې یې اخیستې دي، خو د کرکټ بورډ مسوولین یې یادو وړتیاوو ته پاملرنه نه کوي او په لوی لاس یې له لوبو کېنولی دی.
نوموړی لیکي، چې له تېر نړیوال جام وروسته له زمبابوې، بنګلدېش او وېسټ انډيز سره ګڼې لوبې وشوې، خو ده ته په یوې لوبه کې هم چانس ورنه کړل شو او په کور کېنول شوی دی.
دولت ځدراڼ دا هم وايي، چې د بورډ د سلېکشن کمېټې مشر یې ورځ تر بلې په تمه کوي او په لوبډله کې یې نه انتخابوي. هغه وايي، د سلېکشن کمېټې مشر یو بهرنی کس دی، چې کرکټ بورډ ته په زاریو حاضرېږي او ډېر وخت بل ځای کې وي، نو داسې یو کس به څنګه د ښو او کمزورو لوبغاړو توپیر وکړي؟
دولت ځدراڼ وايي، چې د کرکټ بورډ د مشرانو له خوا د ورسره شوي ظلم په اړه چوپ نه پاتې کېږي او څو ورځې وروسته به د رسنیو له لارې له ولس سره خپلې خبرې شریکې کړي.
هغه ليکي، چې د کرکټ بورډ د مشرانو ظلم نور نشي زغملی او د ځان او د نورو ځوانانو د خوړل شوي حق پوښتنه به ترې وکړي او له خپل رښتیني حق نه به دفاع وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …