کورپاڼه / خپلواک / د انګلستان کرکټ ملي لوبډله هم د کورونا ويروس نه په ويره کې ده
جو روټ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله هم د کورونا ويروس نه په ويره کې ده

خپلواک وېبپاڼه (٤ مارچ ٢٠٢٠): د کورونا ويروس چې ټوله نړۍ په ويره کې اچولې ده، هلته د کرکټ لوبغاړي هم له دې ويروس نه خوندي نه دي، د انګلستان کرکټ ټيم لوبغاړو پرېکړه کړې ده چې د سريلانکا د سفر پر مهال به له خلکو سره لاس په لاس ستړي مه شي نه کوي، بلکې يوازې به له خلکو سره سوک جنګوي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله د سويلي افريقا هېواد د سفر پر مهال هم له ناروغيو سره مخ شوې وه او يو شمېر لوبغاړي يې ان له لوبو هم کېناستلو و، خو اوس د کورونا ويروس خطره د دوى په غاړه هم ده.

د انګلستان ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر جو روټ وايي، چې موږ ته خپلې روغتيايي ډلې ډاکټرانو ويلي دي، فيزيکي اړيکې مو ډېرې کمې کړئ، نو له دې لارې به د کورونا ويروس او نورو ناروغيو څخه بچ يئ.

هغه وايي، چې د ډاکټرانو د لارښوونو سره سم دوى له يو بل سره هم ستړي مه شي نه کوي او يوازې د سوک په جنګولو سره يو بل سره ويني.

جو روټ همدا راز زياتوي، چې موږ خپل لاسونه ډېر زيات وينځو او د پاکوالي هم پوره خيال ساتو، د خونديتابه لپاره چې موږ ته کوم څه راکول شوي دي، هغه هم ډېر په احتياط سره کاروو.

د يادولو ده چې انګلستان کرکټ لوبډله به د سريلانکا د سفر پر مهال لومړى دوه تمريناتي لوبې ترسره کړي او له هغه وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د مارچ په ١٩مه نېټه لومړۍ ټېسټ لوبه په کولمبو کې پيل شي او دويمه ټېسټ لوبه به بيا د مارچ په ٢٧مه نېټه پيل کېږي.

په سريلانکا هېواد کې څو ورځې مخکې د کورونا ويروس مثبته پېښه ثبت شوې ده او جو روټ وايي، چې د دوى د سريلانکا سفر به په ټاکلي تاريخ سره ترسره کېږي.

دا هم د يادونې وړ ده چې د کورونا ويروس له ويرې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ستر ستر پروګرامونه او غونډې لغوه شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …