کورپاڼه / خپلواک / “ټول ورته يو موټى شئ، منې که به د اشرف غني زور درباندې بر شي”
دولت ځدراڼ

“ټول ورته يو موټى شئ، منې که به د اشرف غني زور درباندې بر شي”

خپلواک وېبپاڼه (٤ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي دولت ځدراڼ پرون په کرکټ بورډ کې د واسطو او روان ظلم په اړه خپل غږ پورته کړ او وې ويل چې (ما څه ګناه کړې؟) چې په لوبډله کې نه اخيستل کېږم.

د دولت ځدراڼ په څېر نور لوبغاړي هم شته، چې د غوراوي کمېټه ورته هره ورځ ژمنې ورکوي او په تمه يې کېنولي دي، خو په لوبډله کې نه اخيستل کېږي، ځينې بيا داسې هم دي چې په لوبډله کې خو واخيستل شي، خو په لوبو کې نه لوبول کېږي.

د دولت ځدراڼ له غږ پورته کولو وروسته د کرکټ مينه والو هم د هغه ملاتړ اعلان کړى دى او ډېرى خلکو ورته په تبصرو کې ويلي دي، چې هغوى يې تر شا ولاړ دي او د ده د حق لپاره به مبارزه کوي.

په دې لړ کې د يو شمېر کرکټ مينه والو نظرونه له تاسو سره شريکوو، چې د دولت ځدراڼ د ملاتړ لپاره يې خپل غږونه پورته کړي دي.

د سميع الله مجاهد په نوم يو کس د دولت ځدراڼ په پوسټ ليکلي: ((ستا حق دى، خو کله چې د نورو سره همدا حالت روان وي، نو تاسې يې دفاع نه کوئ، ټول ورته يو موټى شئ، منې که به د اشرف غني زور هم درباندې بر شي.))

سميع الله مجاهد

د نياز محمد زيارمل په نوم د کرکټ مينه وال ليکلي دي: ((غلطه کوي، بايد وا دې خلي، که نه ته نړيوال جام ته تيارى ونيسه، هلته نو بيا ستا جوړه نشته.))

نياز محمد زيارمل

د نور الله نوري په نوم فېسبوک کاروونکي ليکلي: ((اتله! تاسې وړ ياستئ. د کرکټ مفسده اداره بايد تاسو ته په درې واړه فارمېټونو کې موقع درکړي. هېواد تاته اړتيا لري.))

نور الله نوري

د مطيع الله حق په نوم يو کس ليکلي دي، چې که غواړئ چې خپل حقه حقوق ترلاسه کړئ او نوي ځوانان هم ځان سره په ټيم کې ولوبوئ، نو په يوه نفر څه نه کېږي. ګلبدين هم غږ پورته کړ خو چا يې غم ونه خوړ، په ګډه څو لوبغاړي غږ پورته کړئ او له کرکټ څخه دا مافيا ختمه کړئ.

مطيع الله حقمل

نامتو ليکوال محب زغم بيا د دولت ځدراڼ په ياد پوسټ باندې په خپله تبصره کې ليکلي دي: ((د افسوس خبره ده. تاسې پياوړى او تجربه کاره لوبغاړى يئ.))

محب زغم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستر مينه وال او د کرکټ مبارز رحيم صديقي په خپله تبصره کې ليکلي: ((ته زموږ اتل يې، موږ درسره يو، هېڅ مشکل نشته بېغمه شه، مبارزه کوو.))

رحيم صديقي

د خالد مومنزي په نوم فېسبوک کاروونکي ليکلي دي، چې دولت ځدراڼ تجربه کار او پياوړى او تېز توپ اچونکى دى، په افغانستان ټيم کې، دا چې ونډه نه ورکول کېږي دولت ځدراڼ او مينه والو سره يې ظلم دى.

خالد مومنزى

د څلوريزې په نوم له يوه اکاونټ څخه د دولت ځدراڼ په دغه پوسټ په تبصره کې ليکل شوي دي: ((دولت نه مننه چې هېواد ته يې بې سارى خدمت کړى دى، حق ورکول کېږي نه، حق اخيستل کېږي، مننه دولته چې خپل غږ دې اوچت کړ.))

څلوريزه

حارث احدي بيا ليکلي دي چې له دولت ځدراڼ سره په واقعيت ظلم روان دى، سلېکشن کمېټه کې بايد بدلون راشي، ځکه د زياترو لوبغاړو سره ښکاره دښمني کوي، موږ ځدران بېرته غواړو.

حارث احدي

د اصغر نثار په نوم يوه کاروونکي ليکلي دي، چې ستا ګناه دا ده چې ضمير دې نه دى پلورلى، وجدان ته نه يې ملامت، خپل ځان دې نه دى خرڅ کړى او مافيا سره دې ځان نه دى تړلى.

اصغر نثار

د احمد علي خان په نوم يوه فېسبوک کاروونکي بيا ليکلي دي، هلته چې ګلبدين نايب د خپل حق غوښتنه کوله، هلته چېرې وې، تاسو ټول داسې يئ چې کله مو پر ځان راشي نو بيا راپاڅئ، که ستا په شمول يو څو تنه نور هغه وخت د ګلبدين او عزيزالله فضلي سره درېدلي واى، اوس به مو دا طوطي کپتان نه و.

احمد علي خان

د يادولو ده چې دولت ځدراڼ په خپل دغه پوسټ کې يادونه هم کړې ده چې هغه به ډېر ژر په کابل کې له رسنيو سره هم خبرې وکړي او همدا راز به په خپله فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه هم راشي او حقيقتونه به خلکو ته ښکاره کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …