کورپاڼه / خپلواک / حشمت الله شهيدي: پلار مې ډېر يادونه او نصيحتونه راته پرېښي
حشمت الله شهيدي

حشمت الله شهيدي: پلار مې ډېر يادونه او نصيحتونه راته پرېښي

خپلواک وېبپاڼه (٤ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټاپ ارډر توپوهونکى حشمت الله شهيدي وايي، چې پلار يې ورته ډېر يادونه او نصيحتونه پرېښي دي.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې پلار يې پرې تل يقين او باور درلود او هغه به يې تشويقاوه، چې څنګه د خپل ګران هېواد لپاره د وياړ لامل شي.

حشمت الله شهيدي همدا راز ليکي، چې ما مې هم د پلار سره وعده کړې وه چې څنګه هغه د مظلوم هېواد د بچو په روزلو کې د هېڅ راز زيار څخه ستړى نه شو، بلکې ورځ تر بلې به نور هم د پياوړي هوډ سره خپل کار ته ادامه ورکړي.

نن د حشمت الله شهيدي د لار د مړينې دوه کاله پوره شو او د خپل پلار د مړينې په دويم تلين باندې نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي:

((نن مي د ګران والد د مرګ دوهم تلين دی. پلار جان مې ډېر يادونه او نصيحتونه راته پر ځاى پرېښي دي. همېشه يې پرما يقين او باور درلود زه به يې تشويقولم، چې څرنګه د خپل ګران هېواد لپار د وياړ لامل شم. ما هم ورسره وعده کړې وه چې څرنګه هغه د مظلوم هېواد د بچو په روزلو کې د هېڅ راز زيار څخه ستړى نه شو، بلکې ورځ تر بلې به نور هم د پياوړي هوډ سره خپل کار ته ادامه ورکړه.))

حشمت الله شهيدي مخکې ليکي: ((هغه څه چې ماته همېشه د مثبت انرژۍ لامل ګرځي تر څو د کرکټ په ډګر کې د خپل زورېدلي او کړېدلي ولس، د خپل پلار په شان خپل کار سره مينه او د خدمت جوګه شم. زما والد سره الله تعالى ټولو والدينوته جنت الفردوس نصيب کړي. امين.))

حشمت الله شهيدي چې د افغانستان يو له مخکښو توپوهونکو څخه دى او په ټاپ ارډر کې نوموړى ښه توپوهنه کوي او تر ډېره پورې يې لوبډله له سختو حالاتو څخه راويستې وي، هغه د افغانستان لپاره تراوسه پورې ٣ ټېسټ، ٣٩ يو ورځنۍ او ١ شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده.

نوموړي په ټېسټ سياليو کې ١٣٨، په يو ورځنيو سياليو کې ١٠٦٢ او په شل اوريزه سيالۍ کې ١ منډه ترلاسه کړې ده.

تېر کال د افغانستان او ويسټ انډيز سياليو ته حشمت الله شهيدي نه و اخيستل شوى او د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مسوولينو يې لامل دا ښکاره کړى و، چې هغه ورو توپوهنه کوي او دوى ته چټک توپوهونکي پکار دي، همدا لامل و چې په شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو لوبډلو کې نه و اخيستل شوى.

وروسته کرکټ بورډ وويل چې حشمت الله شهيدي به د ټېسټ لوبې لپاره واخلي، خو نوموړى په ټېسټ لوبه کې هم وانه خيستل شو او کرکټ بورډ وويل، چې حشمت الله شهيدي ټپي دى، خو په ورته مهال کې نوموړى په ډومېسټيک سياليو کې لوبېده.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …