کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: د ايرلېنډ او اى پي ايل سياليو ته Camel Bat تيار شو
راشد خان

راشد خان: د ايرلېنډ او اى پي ايل سياليو ته Camel Bat تيار شو

خپلواک وېبپاڼه (٤ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي په ټويټر باندې يوه لنډه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې د کرکټ بېټ جوړونکي سره ولاړ دى او ياد کس بېټ جوړوي.

راشد خان له دغه ويډيو سره په کېپشن کې ليکلي دي، چې د ايرلېنډ پر وړاندې لوبلړۍ او همدا راز د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل لپاره Camel Bat (اوښ بېټ) جوړ شو.

د Camel Bat چې په لومړي ځل راشد خان پرې په بيګ باش تجارتي ليګ کې توپوهنه ترسره کړه، ډېرو رسنيو پرې راپورونه جوړ کړل.


دغه بېټ چې د راشد خان يو ځانګړى نوښت و او د نورو بېټونو نه يې لږ توپير درلوده، د کرکټ اسټراليا وېبپاڼې ورته د (The Camel Bat) نوم ورکړ، چې وروسته ډېر مشهور شو.

اوس تازه راشد خان د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو او همدا راز بيا د هند تجارتي ليګ لپاره هم ورته بېټ جوړ کړى دى، چې نوموړى به په دغه سياليو کې په دغه نوي Camel Bat يا اوښ بېټ باندې توپوهنه ترسره کړي.

راشد خان په بيګ باش تجارتي ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېده، چې د يادې لوبډلو يو له مخکښو لوبغاړو څخه دى، ځکه نوموړى نه يوازې دا چې په توپ اچونه کې ښه ځلېدلى دى، بلکې په توپوهنه کې هم ځينې ځينې وخت کمال کوي.

همدا راز د هند تجارتي ليګ کې بيا راشد خان د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، نوموړى له پيله د همدغه لوبډلې سره دى او هر ځه ښه ځلېدلى دى.

بل لوري ته د افغانستان او ايرلېنډ د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ هم په روانه مياشت کې په هند کې ترسره کېږي، چې دغه لوبې به د مارچ په ٦مه، ٨مه او ١٠مه نېټه د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …